افغانستان په نړۍ کې د عمر خوړلو لپاره يو تر ټولو بدترين هيواد دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصایيې ادارې له موندنو سره سم، د دې هيواد شاوخوا ۴.۲۱ سلنه نفوس عمر خوړلي دي. په افغانستان کې عمر خوړلي په بدو ټولنيزو او اقتصادي شرايطو کې دي او هيڅ ډول ملاتړ نه لري.
د افغانستان پخواني دولت يوازې يو ځل «په کور کې عمر خوړلو ته د خدماتو د وړاندې کولو» پر طرح د کار کولو خبر ورکړ چې هغه هم نهايي نه شوه. خو د تېر دولت د کار او ټولنيزو چارو وزارت يوازې اعلان وکړ چې له دې طرحې سره سم به هغه عمر خوړلي تر پوښښ لاندې راولي چې د ژوند په ښه وضعيت کې نه دي او د تقاعد حقوق نه لري. لس کاله وړاندې د افغانستان د سرې مياشتې د ټولنې له لوري د «عمر خوړلو د کور» طرحه د پارلمان په شپاړسمه دوره کې د سناتورانو د مخالفت له وجې ناکامه شوه. له دې مخالفت سره اړ بوډاګان تر اوسه هم له پناهځای څخه محروم دي.
د بوډاګانو د کور له نشتون سره – سره، د شغل، ټولنيز نقش نه درلودل، خراب روغتيايي وضعيت، د ثابت عايد، د ژوند او په ځانګړې توګه د روغتيايي لګښتونو نشتون په افغانستان کې د بوډاګانو اساسي ستونزې دي؛ په يوه ناپرمختللي هيواد کې د بوډاګانو نفوس په چټکۍ مخ پر زياتېدو دی. په افغانستان کې له بوډاګانو سره بد چلند هم يوه جدي ننګونه ده چې د ملګرو ملتونو په وينا د دې عمر خوړلې ډلې «روغتيا او بشري حقونه» اغېزمنوي.
له تېر يوه کال او شپږنيمو مياشتو راهيسې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د بوډاګانو بدتر حالت د دې ډلې لپاره يوه مسئله ده چې پاملرنه نه ده ورته شوې؛ حتا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د اقتصادي ننګونو او د دې ډلې د ښځه ځپونکو اقداماتو له وجې د بوډاګانو وضعيت بدتر شوی دی. دا وضعيت له نورو ټولو عواملو سره يو ځای ټولنيزه بې ثباتي، فقر او ناامني زياتوي.
د بوډاګانو وضعيت
الف: عمومي ارقام
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصایيې ادارې له موندنو سره سم، په ۱۴۰۱ لمريز کال کې د هيواد د اټکل شوي نفوس ۳۴ ميليونه او ۲۶۲ زره او ۸۴۰ نفرو څخه يو ميليون او ۴۴۵ زره او ۷۵۰ (۴.۱ سلنه) نفره يې بوډاګان دي. له دې منځه، ۵۸.۶۴ سلنه (۸۴۵ زره او ۹۹۰ نفره) نارينه او ۴۱.۳۶ سلنه (۵۹۶ زره او ۸۱۰ تنه) نور يې ښځې دي. په دې شميرو کې بوډاتوب د افرادو د ۶۰ کلنۍ (د روغتيا د نړيوال سازمان تعريف) پر اساس په نظر کې نيول شوی دی؛ که څه هم په ځينو مواردو کې د تقاعد عمر د کار توان ته په پام (۶۵ کلني) معيار ټاکل کېږي. د افغانستان ۲.۶۸ سلنه تر ۶۵ کلنۍ لوړ عمر لري.
همدا راز د يادونې وړ ده چې د افغانستان نفوس د احصایيې ادارې د «۱۴۰۱ کال د نفوس په اټکل» کې د هغې سرشميرنې له مخې اټکل شوی دی چې په ۱۳۸۳ کې وشوه؛ يعني ښايي د افغانستان عمر خوړلی نفوس تر هغه ډېر زيات وي چې په دې اټکلي نفوس کې ښودل کېږي. «په تېرو څو کلونو کې د عمر خوړلو نفوس د زياتوالي» په اړه هيڅ ارقام او شميرې نشته. د طالبانو د احصایيې ادارې هم په دې اړه د اطلاعات روز ورځپاڼې پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.

په پرمختللو هيوادونو کې د عمر خوړلو نفوس زيادت د ۱۰۰ کلونو پر مهال او يا تر دې هم په زياته موده کې پېښېږي. په ناپرمختللو او يا هم کمو پرمختللو هيوادونو او يا هم په ځانګړې توګه له جنګ سره په مخ هيوادونو کې بوډاتوب د پرمختللو هيوادونو په پرتله په چټکۍ سره زياتېږي.
له دې سره – سره، په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۰ کلونو کې د افغانستان د نفوسو له اټکلونو سره سم، په روان لمريز کال کې د افغانستان د بوډاګانو نفوس ۲.۰۷ سلنه (۲۹ زره او ۹۴۰ نفره) زيات شوی دی. دا سلنه هم ثابته نه ده او په چټکۍ زياتېږي.
ب: متقاعد بوډاګان
په افغانستان کې د بوډاګانو تر منځ يوازې هغو مالي ملاتړ درلود چې د دولتي ادارو متقاعد کارکوونکي و او په رسمي توګه استخدام شوي و. پاتې نور بوډاګان چې په دولتي ادارو کې يې د قراردادي په توګه کار کوه، له دې ملاتړه برخمن نه و.
د پر کور ناستو او يا هم متقاعدو افرادو دقيق شمېر معلوم نه دی خو د پخواني دولت د ماليې وزارت له ارقامو سره سم، د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ مالي کلونو تر منځ ۱۵۲ زره او ۳۳۰ نفرو ته د تقاعدۍ حقوق ورکول کېدل. دا افراد د افغانستان د تېر دولت له ۱۱۹ ادارو څخه و؛ ډېری متقاعد افرادو له معارف، دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، عامې روغتيا، زراعت، فوايد عامې او ملي امنيت له رياست سره تړاو درلود. له شمېرو سره سم، کوم کارمندان چې د ۱۳۹۹، ۱۳۹۸ او ۱۳۹۷ کلونو پر مهال تقاعد شوي دي، په کلني ډول يې اوسط شمېر ۱۲.۶۶ ته نفرو ته رسېږي. پر همدې اساس، په روان کال کې د متقاعدو افرادو شمېر ۲۰۰ زرو نفرو ته رسېږي.
د طالبانو واکمنېدو او د امنيتي، دفاعي او کشفي بنسټونو پاشل کېدلو او په دولتي ادارو کې د غير نظامي کارمندانو کمېدلو ښايي په دې شمېر کې زيات بدلون راوستلی وي. د طالبانو د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل د متقاعدو د شمېر او د جنسيت پر اساس د هغوی تفکيک او همدا راز د هغوی د حقونو د ورکړې په تړاو د اطلاعات روز ورځپاڼې پوښتنو ته ځواب ونه وايه.
خو ټولو رسنيو د طالبانو د ماليې وزارت په وينا د متقاعدو شمېر ۱۵۰ زره اعلان کړی دی. دا شمېر د افغانستان د ټولو بوډاګانو ۱۰.۰۳ سلنه دی. په دې منځ کې لس زره او ۶۰۰ نفره ښځې دي چې د متقاعدو اووه سلنه جوړوي.
د پخواني دولت بې پايلې اقدامات
سره له دې چې د افغانستان د نفوس تر منځ بوډاګان په چټکۍ زياتېږي خو په دې هيواد کې هيڅکله هم د بوډاګانو وضعيت ته رسېدګي د دولت په لومړيتوبونو کې ځای ونه موند. د پخواني دولت د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ۱۳۹۸ لمريز کال پر مهال يوازې يو ځل «په کور کې بوډاګانو ته د خدماتو وړاندې کولو» په اړه د غير نهايي شوې طرحې په اړه خبر ورکړ. د دې طرحې په اړه هيڅ ډول جزييات دباندې نه دي راوتلي.
د ۱۳۹۱ کال پر مهال هم د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې «د بوډاګانو د کور جوړولو» طرحه سنا ته ولېږله. سناتورانو د پارلمان په شپاړسمه دوره کې له دې طرحې سره په شدت مخالفت کړی دی او د «بوډاګانو د کور جوړول» يې له «افغاني» او «اسلامي» فرهنګ سره په ټکر کې وبلل. حتا د دوی ځينو يې اعلان وکړ چې د بوډاګانو د کور جوړول «پر افغاني فرهنګ ښکاره بهرنی (غربي) تېری» دی. همدا راز سناتورانو وويل چې د دې طرحې تطبيقول او د بوډاګانو د کور جوړول، په دې هيواد کې کورنی نظام له منځه وړي او له کورنيو د بوډاګانو بېلول د منلو وړ نه دي.
سنا مجلس هغه مهال د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې مسوولين احضار کړل او دا طرحه يې رد کړه. د افغانستان سرې مياشتې ټولنې ته وړانديز وشو چې د بوډاګانو د کور جوړولو پر ځای دي «لېونيان (د لېونتوب يا جنون ښکار افراد» راټول او له بې کسه بوډاګانو سره دې په کور کې مالي مرسته وکړي. تر دې وروسته دې سازمان وويل چې د بوډاګانو لپاره د کور له جوړولو یې لاس اخيستی دی.
د طالبانو اقدامات
له تېر يوه نيم کال راهیسې چې طالبان پر هيواد واکمن شوي دي، بوډاګان د بل هر وخت په پرتله له بد حالت سره مخ دي. که څه هم طالبانو په رسمي توګه د بوډاګانو وضعيت ته د رسيدګۍ په موخه رسما څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې د کار او ټولنيزو چارو په وزارت کې يوې سرچينې منلې ده چې په هيواد کې بوډاګانو ته د پاملرنې هيڅ رسمي (دولتي) مرکز فعال نه دی. دې سرچينې چې نه غوښتل هويت يې ښکاره شي، وويل چې ښايي يو شمير بوډاګان په خپلو «کورونو» کې د «خصوصي بنسټونو او خيريه کارونو د کوونکو افرادو» له لوري تر پاملرنې لاندې وي. له دې سره – سره، د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې پر خپله ويبپاڼه اعلان کړی دی چې د دې بنسټ د ټولنيزې رفاه څانګه د هغو افرادو ساتنه او پالنه کوي چې په ډېره ټيټه کچه د خپل ژوند اړتياوې نه شي پوره کولای. دې بنسټ په دې اړه چې ايا اوس هم د بوډاګانو په شمول اړ خلک د ټولنيزې رفاه په مرکزونو کې تر پالنې او ساتنې لاندې دي او که نه، څه نه دي ويلي.
خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د سرې مياشتې ټولنې وياند عرفان الله شرفزوی په دې اړه د اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د دې ورځپاڼې له خبريال سره يې «د [افغانستان د سرې مياشتې ټولنې] د فعاليتونو شريکولو» اجازه «نه ده تر لاسه کړې».
د نړيوال بانک له راپور سره سم د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان له شديد اقتصادي رکود سره مخ دی چې طالبان يې په کنټرول نه دي توانېدلي. دې ډلې نه يوازې دا چې په خپله يونيم کلنه واکمنۍ کې د بوډاګانو د پالنې او ملاتړ لپاره څه نه دي کړي، بلکې د متقاعدو کارمندانو د تقاعد حقونو له ورکړې يې هم ډډه کړې ده. طالبانو د متقاعدينو تر اعتراضونو وروسته اعلان وکړ چې د تقاعد د حقونو د شرعي (اسلامي) اساس په ارزولو اخته دي. يو څه وخت وروسته اعلان وشو چې د دې ډلې مفتيانو د متقاعدينو د حقونو په اړه يوه طرحه چمتو کړې او د دې ډلې کابينې ته يې سپارلې ده. دا طرحه په تلې مياشت کې د طالبانو د کابينې له خوا تصويب شوه او بايد د طالبانو د رهبر (د طالبانو په اند شرعي حاکم) هبت الله آخوندزاده له لوري هم توشيح شي. فارسي بي بي سي د طالبانو د ماليې وزارت په وينا راپور ورکړی دی چې تر اوسه دا طرح د هبت الله آخوندزاده له لوري نه ده توشيح شوې.
د طالبانو د ماليې وزارت له اعلان سره سم، په دې طرح کې د متقاعدو افرادو لپاره څلور ميليارده افغانۍ ځانګړې شوې دي؛ يعني په هر کال کې د شاوخوا ۱۵۰زره متقاعدينو د حقونو د ورکړې لپاره دوه ميليارده افغانۍ. په داسې حال کې چې د پخواني دولت د ماليې وزارت له اټکل سره سم، په دې دوو مالي کلونو (۱۴۰۰ او ۱۴۰۱) بايد د متقاعدينو د حقونو د ورکړې لپاره تر ۴۶.۲ ميليارد افغانۍ ځانګړې شي؛ يعنې په ۱۴۰۰ مالي کال کې بايد ۲۲ ميليارد او ۴۰۰ ميليونه افغانۍ او په ۱۴۰۱ مالي کې ۲۳ ميليارد او ۸۰۰ ميليونه افغانۍ د متقاعدينو د معاش ادا کولو لپاره ولګول شي. د طالبانو د مشر له لوري د دې طرحې او يا طرز العمل د توشيح په صورت کې دا ډله د متقاعدينو حقونه يو پر يوولسم نيم کموي. يعنې که د يوه متقاعد فرد حقوق په يوه کال کې ۸۰ زره افغانۍ وي، اوس به طالبان د دې پيسو پر ځای تر اووه زره کمې افغانۍ د تقاعد د حقونو په توګه ورکوي. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دولتي بنسټونو تر پاشل کېدو وروسته د متقاعدو افرادو پر شمېر مطلق اغېز کړی دی او طالبانو چې د دې افرادو د حقونو د ورکړې لپاره کومې پيسې ځانګړې کړې دي، په هيڅ صورت بسنه نه کوي.
د بوډاګانو وضعيت ته د نه پاملرنې پايلې
جګړې، پراخې او دوامدارې ناامنۍ، پراخ فقر، کډوالۍ، د ښاري ژوند پراختيا او نورو لاملونو په هيواد کې د عمر خوړلو نفوس پر بهير جدي اغېز کړی دی. په تېرو دوو لسيزو کې چې د افغانستان دولت او نړيوالې ټولنې په دې هيواد کې حضور درلود، د بوډاګانو وضعيت ته پاملرنه ونه شوه. د بوډاګانو د څار نړيوال سازمان د ۲۰۱۵ ميلادي کال پر مهال افغانستان د بوډاګانو لپاره تر ټولو بدترين هيواد وباله. تر دې وړاندې هم، افغانستان د دې سازمان د راپور د جدول په وروستيو کې و. په دې هيواد کې د بوډاګانو له لوري ژوند ته هيله په وروستۍ کچه (۱۶ کاله) کې ده؛ په داسې حال کې چې د نړۍ په تر ټولو ښه هيواد سويس کې ژوند ته هيله ۲۵ کاله ده.
طالبانو هم د خپلې واکمنۍ په يونيم کلنۍ دوره کې د بوډاګانو د پاملرنې، ساتنې او ملاتړ لپاره هيڅ برنامه نه ده جوړه کړې. اقتصادي ننګونې، د مديريت لپاره د دې ډلې نه وړتيا، د طالبانو ښځه ځپونکو اقداماتو د بوډاګانو په ځانګړې توګه د عمرخوړلو ښځو وضعيت بدتر کړی دی. دې ډلې پر هيواد له واکمنېدو سره سم، په بېلابېلو برخو کې د ښځو فعاليت له «افغاني او اسلامي ارزښتونو» سره ټکر بللی او محدود کړی يې دی. په ډېری مواردو کې چې طالبانو ښځو ته د فعاليت کولو اجازه ورکړې ده، هلته يې د شرعي نارينه محرم شرط لګولی دی. روغتيايي مرکزونو ته د ښځو د تګ په شمول د هغوی تګ – راتګ، زده کړې او د کار له حقونو برخمن کېدل محدود شوي دي. د عمرخوړلو ښځو په شمول د ښځو ټولنيز حيثيت ته د همدې بنديزونو له امله زيان رسېږي.
له دې سره – سره، د نړيوال بانک د راپور پر اساس پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شديد اقتصادي رکود د دې لامل شوی دی چې د دولت په کچه دوه پر درېيمه برخه اداري کارکوونکي کم شي، په ټولنيزه کچه هم د خلکو د رفاه په برخه کې جدي اختلالات راپيدا شي او فقر نور هم زيات شی. دا موضوعات د عامه خدماتو بهير زيانمنوي او له ډلييزو ننګونو سره د مبارزې وړتيا ضعيفوي او په دې ترڅ کې د بوډاګانو وضعيت هم اغېزمنېږي. د متقاعدينو (د ټولو بوډاګانو د نفوس ۱۰.۰۳ سلنه) د حقونو په ورکړه کې د طالبانو نه وړتيا د اقتصادي رکود او د بشري قوې د کمښت پايلې دي.
د بوډاګانو د وضعيت خرابېدل له نورو ټولو عواملو سره يو ځای ټولنيزه بې ثباتي، فقر او ناامني هم زياتوي.
تر عمر کار وروسته تقاعد: «د پېرلو وس نه لرم»
عمر يې ۷۹ کلنۍ ته رسېدلی دی. په ۱۳۹۶ کال کې د تقاعد تر وخته د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې ښوونکی و. ښوونکی عوض (مستعار) د طالبانو د لومړۍ دورې تر پای ته رسېدو پورې په هغو غير رسمي ښوونځيو کې تدريس کاوه چې په مسجدونو کې و او د جمهوري حکومت په راتلو سره په خپل پلرني ټاټوبي کې په ښوونځي کې ښوونکی شو.
تر دې وروسته، دا ښوونکی ۱۵ کاله تورې تختې ته ودرېد او د ادبياتو او ديني علومو زده کوونکو ته يې درس ووايه. کله کله به يې په دې ښوونځي کې د افغانستان تاريخ هم تدريساوه. له دې ښوونځي يو شمير فارغ شوي زده کوونکي له پوهنتونه هم فارغ شوي او په بېلابېلو بنسټونو کې يې کار کړی دی، ده ته يې دقيق شمېر نه دی معلوم. دی وايي: «ښايي ۳۰۰، نه ښايي ۴۰۰ او يا هم تر دې زيات شاګردان به مې باسواده او د مقام او حيثيت څښتنان شوي وي.» د ښوونې په وروستيو کلونو کې بې سیکه شوی و او په ډېرې سختۍ سره د زده کوونکو پر وړاندې درېده. په عين حال کې په روماتيزم ناروغۍ اخته شوی او اوس هم له دې ناروغۍ کړېږي. دې ښوونکي په ۱۳۹۶ لمريز کال کې د تقاعد غوښتنه وکړه. غوښتنه يې د پخواني دولت په معارف وزارت کې د پنځو کلونو د خدمت په کمولو سره ومنل شوه.
دی شکايت کوي چې تر دوه کاله زيات وخت کېږي چې د خپلې تقاعدۍ حقونه يې نه دي اخيستي، وايي: «د طالبانو تر واکمنۍ څلور مياشتې وړاندې مې هم خپل حقوق نه دي اخيستي او تر دې وروسته چې اصلا د متقاعدينو د حقونو د ورکړې په اړه هيڅ کومه خبره نه کېږي.» اوس يې هم د متقاعدينو د حقونو پر نه ورکړې اعتراض نه دی کړی، خو ټینګار کوي چې دی او ټول متقاعد افراد دې حقونو ته اړتيا لري. دا ښوونکی چې د افغانستان د بشري قوې په پياوړي کولو کې يې فعاله برخه درلوده، خو اوس د خپل خدمت په بدل کې د خپلو حقونو له يوې برخې محروم دی. دی وايي: «زما د تقاعدۍ حقوق د هيچا حق نه دی. ما کار کړی دی، د خپل معاش يوه برخه مې د قانون له مخې ټوله کړې ده. طالبانو له ما زما دا حق اخيستی دی.»

دا ښوونکی له خپل مشر زوی سره يو ځای ژوند کوي؛ عايد نه لري او د ده لګښتونه يې اولادونه پرې کوي. کله – کله پکې د نورو پر اوږو د بوج والي احساس هم پيدا کېږي؛ خو د پلارولۍ – اولاد عاطفي تړاو د دې ښوونکي له وجوده دا احساس توږي. له دې سره – سره، دی د ثابت عايد د نشتون او د تقاعدۍ د حقونو د نه ورکړې له وجې تر بل هر وخت ډېر فقير شوی دی. ښوونکی عوض وايي: «نشم کولای چې له زامنو مې زياتې پيسې وغواړم. ناروغي مې د زامنو پر سر ډېر لګښت راوستلی. هڅه کوم چې له سختو حالاتو سره ځان عيار کړم … يو څه خو اصلا هيڅ نشم اخيستلای؛ ان بهر د خوراک له خوړلو ډډه کوم.»
نيکبين (مستعار) د کابل ښاروالۍ کارمنده وه. څلور کاله وړاندې د ډېر عمر له وجې تقاعد شوه. دا او زوی يې د خپلې اته کسيزې کورنۍ ګټيالي دي. دا وايي: «زوی مې د دفتر (دولتي ادارې) کارمند دی. خاص معاش نه لري. په سختۍ د خپل نس غم خورو.» د دې متقاعدې کارمندې د تقاعدۍ حقونه په کلني ډول ۸۰ زره افغانۍ کېږي؛ خو اوس مهال چې طالبان واکمن دي، دې له خپلو دې حقونو يوه افغانۍ هم نه ده تر لاسه کړې.
دا وايي چې د ژمي په شپو او ورځو کې د دې د کورنۍ غړي اړ شوي چې د خپل خوراک کيفيت ټيټ کړي او له امله يې نيکبين يو څه وخت وړاندې ناروغه هم شوه او کسالت به يې درلود. کله چې ډاکټر ته ولاړه، دې ته يې وويل چې په خپل غذايي رژيم کې دې قوي خوراکونه شامل کړي. د نيکبين زوی او نږور هم له دې حالته تېر شوي دي.
له دې سره – سره، دې د خپلې تقاعدۍ د ۱۶۰ زره افغانيو حق ته سترګې نيولې دي تر څو وکولای شي چې له خپلې کورنۍ سره په مړه خېټه خوراک وکړي. دا د دې د دوو کلونو د تقاعدۍ پيسې دي.
نورو متقاعدينو هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د دوی د تقاعدۍ حقونه نه دي ورکړل شي. دوی ويلي دي چې نور د ژوند د لومړنيو اړتياوو لګښت نه شي پوره کولای. همدا راز په تېرو اونيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې متقاعدينو د خپلو حقونو د نه ورکړې له امله اعتراضي غونډې وکړې.
د طالبانو په زندان کې بې مېړه ښځې
د افغانستان د ټولو بوډاګانو ۱.۵ ميليونه نفوس څخه ۴۱.۳۶ (۵۹۶ زره او ۸۱۰) يې ښځې دي. ټولنيزو شرايطو او اقتصادي وضعيت ته په پام، د دې ښځو ډېر زيات شمير يې د بوډاګانو د پالنې په ځانګړي مرکز کې ساتنې ته اړتيا لري. ګل بي بي (مستعار) همداسې يوه ښځه ده. دا اوس هم د بوډاګانو د کور پر ځای، د طالبانو د کابل د پلچرخي په زندان کې تر نامعلومې مودې بند تېروي.
ګل بي بي چې اوس يې عمر ۶۲ کاله دی، دوه ځله يې واده کړی دی. په ۳۰ کلنۍ کې له لومړي مېړه بېله شوه او دويم مېړه يې تر ۲۸ کاله ګډ ژوند وروسته وفات شو. ګل بي بي له لومړي مېړه يو زوی او يوه لور او له دويم مېړه يوه لور لري. مېړه يې لا هم ژوندی و چې لور يې واده شوه او اسټراليا ته يې پناه يو وړه. زوی يې هم د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته د بهرنيو ځواکونو د اضطراري وتلو پر مهال امريکا ته ولاړ. دې بوډۍ ښځې د مېړه تر مرګ وروسته د کابل ښار په یوه کرايي کور کې يوازې ژوند کاوه. خپل لګښت او خوراک يې د دې ښار په يوه خصوصي سازمان کې د اشپزۍ او پاکۍ له لارې برابراوه. د تېر کال په وروستيو کې دا سازمان د مالي ستونزو له امله وتړل شو او ګل بي بي او نور ټول کارکوونکي بېکاره شول.
دې تر يو څه وخته له خپلې مشرې خور سره چې لا هم په کابل کې وه ژوند وکړ. د ګل بي بي دې لور هم واده کړی دی. لور يې له مېړه او اولادونو سره يو ځای د خپلې کډوالۍ قضيې د تعقيب لپاره د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته ولاړل او ګل بي بي يو ځل بيا يوازې شوه. له لومړۍ ښځې څخه د دې د دويم مېړه اولادونه په کابل کې ژوند کوي. ګل بي بي د لنډ وخت لپاره له خپل ناسکه زوی سره ژوند وکړ. خو دا احساس ورته پيدا شو چې د دوی په کور کې يو اضافه نفر دی. تل به يې له ناسکه زوی سره خبرې دعوې او جنګ ته رسيدلې. تر دې چې ګل بي بي کور پرېښود او څو اونۍ يې په نوبتي شکل د خپلو دوستانو او قريبانو کره شپې تېرولې او د ورځې به د کار لپاره د کابل په کوڅو کې په کور په کور ګرزېده. دا د دومره حق په بدل کې چې له لوږې مړه نه شي د هر کار کولو ته تياره وه خو دې کار نشوای کولای. يوه ورځ چې د کابل په «کارتهی چهار» سيمه کې د کار په لټه کور په کور ګرزېده، طالبانو ونيوله، لومړی يې د طالبانو امنيې قومندانۍ او بيا يې پلچرخي زندان ته يووړه.
طالبانو د دې جرم «غلا او فريبکاري» ښودلی. تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې پر دې دا تور څرنګه لګول شوی دی. دا چې څوک يې نه درلودل، له قضايي او د محکمې له مراحلو پرته زنداني شوې ده. خپلوانو يې د ګل بي بي د لوڼو او زوی په غوښتنه تر اونيو لټې وروسته دا د پلچرخي په زندان کې موندلې ده، خو دا لا تر اوسه هم زنداني ده. طالبانو د ګل بي بي خپلوانو ته وړانديز کړی دی چې د يوه شرعي محرم په شتون کې دې دا محاکمه او ازاده کړي. زوی چې د خپل ژوند له لومړنيو مياشتو پرته له خپلې مور سره نه و، اوس په امريکا کې دی. د ده راتګ هم سخت دی او ډېر وخت نيسي. د دې ښځې يوازينی ورور هم په ايران کې کار کوي او د ګل بي بي د خلاصون لپاره د خپلوانو هڅو ته منتظر دی. تر اوسه د دې د خلاصون لپاره هيڅ هڅې پايله نه ده ورکړې او د ګل بي بي د پلرني خپلوانو ضمانت د طالبانو لپاره د حل لار نه وه.

تر دې وړاندې هم ځينو ښځو د طالبانو له زندانه تر خلاصون وروسته اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي و، چې د زندانو اکثريت بنديانې په پخواني دولت کې د ښځينه حقونو د ملاتړو سازمانونو او بنسټونو تر پالنې لاندې وې. دا ښځې د طالبانو تر واکمنېدو او د بنسټونو تر پاشل کېدو وروسته پر خپل حال پرېښودل شوې دي او د شرعي محرم د نه درلودلو له وجې د دې ډلې په زندان کې بې برخليکه پرتې دي؛ که څه هم د طالبانو په زندان کې د بوډيو ښځو ارقام لا هم معلوم نه دي.
خو د دې ښځو په ځانګړې توګه د بوډيو د پناهځای نشتون ټکان ورکوونکي دي. د دوی وضعيت ښيي چې نه يوازې يې د ملي او نړيوالو سازمانونو په ځانګړې توګه دولتي بنسټونو له لوري پالنه او ملاتړ نه دی شوی، بلکې د پناهځای، سرپناه او ملاتړي د نشتون له وجې يې لومړني بشري حقونه هم سلب دي. نورې بوډۍ ښځې چې لا تر اوسه هم ترې دا حق نه دی سلب شوی، د هيڅ سازمان او يا بنسټ ملاتړ نه لري او اکثريت وختونه په ټولنه کې هيڅ رول نه لري. ډېری بوډاګان او بوډاګانې د نورو ډلو په پرتله له پراخ فقر سره مخ دي. دوی او په ځانګړې توګه بوډۍ ښځې د فقر کولو په شمول کار ته مجبورېږي.
عمر خوړلي کسان او د ټولنې چلند
۶۴ کلن حسام «مستعار نوم» هره ورځ سهار له کوره «چوبخط» را اخلي او د نانوایي پر لور روان شي. د ډوډۍ تر لاسه کولو په کتار کې هغه ته د سپینږیري په سترګه کتل کېږي. کابو ټول ولاړ خلک حسام ته لومړی نوبت ورکوي او وایي: «حاجي صیب اول یې ته واخله.» دی وروسته دوکان ته ځي او ډېری وخت دوکاندار د هغه د ضرورت شیان خپله ورته برابروي.غرمه او ماښام هم ورته کیسه تکرارېږي. درې ډوډۍ او څه اندازه خوارکي توکي راوړل د دې ۶۴کلن سپینږیري مهم تکراري مسوولیتونه دي. نوموړی له خپلې مېرمنې او ۸۸ کلن پلار سره، له تېر یو کال راهیسې په کابل ښار کې یوازې ژوند کوي.
پر افغانسان د طالبانو له واکمنۍ سره سم د حسام دوه زامن او یوه لور چې د اروپایي ټولنې او او امریکا ملاتړو سازمانونو سره یې کار کاوه، افغانستان پرېښود. د هغه یو زوی له خپلې مېرمنې سره امریکا، بل زوی او لور یې بیا اروپا ته کډوال شول. که څه هم د حسام مشر زوی له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره ډېر کلونه مخکې له افغانستان استرالیا ته کډوال شوی او هلته ژوند کوي. کله چې یې درې اولادونه ولاړل، د سپینږیري حسام او مېرمنې د ساتنې سیوری هم له منځه ولاړ. اوس د حسام یوه پښه تر کور بله تر بازاره وي. هغه وایي: « زه هره ورځ څو وارې بهر ته وزم، کور دې نو؛ یو ځل یو شی نه وي، بیا بل. پلار مې هم ناروغه دی. مجبور یم چې د هغه مشکلات او ضروریات زه پوره کړم. دوا او خوراک پر وخت ورکړم او کله چې تشناب ته ځي، زه یا مې مېرمن له هغه سره مرسته کوي». شرایط داسې شوي چې حسام مجبور شو چې د خپل ۸۸ کلن پلار پالنه پخپله غاړه واخلي. په خبره یې، اوس نشي کولای چې ان نیم ساعت هم هغه یوازې پرېږدي. شپه او ورځ خدمت ته ولاړ دی، خو داسې شپې هم کمې نه دي چې دی خپل پلار څلور یا پنځه ځله د حاجت لپاره تشاب ته نه بیایي.
د هغه پر مخ د زړښت نښې له ورایه ښکاري. سترګې یې خړې شوي او غوږونه پرې ځړېدلي دي. له خپلو زنګنو هم کړېږي. کله-کله فکر کوي ډېر سپینږیری شوی دی، د خپل پلار هغسې چې تمه یې لري، ملاتړ او مرسته نشي کولای. دا شرایط د هغه او مېرمنې لپاره یوه لوه ننګونه ده. ده له خپلو زامنو سره په دې اړه، په ساعتونو خبرې کړې دي. د زامنو یې وړاندیز دا و چې که یو کس د خدمه په توګه، د دې کارونو لپاره ونیسي او که کومه ښځینه پیدا شي؛ لا به ښه وي، خو حسام دا خبره رد کړې. د هغه زړه یې نه مني چې دی دومره ناتوانه شوی چې د پلار پالنه نشي کولای او یو «پردی» دې خدمت ته ولاړ وي. بیا یې زامنو وړاندیز وکړ، که د خپلوانو له ډلې څوک ونیسي ښه به وي. هغه به له حسام سره د خپل ۸۸ کلن پلار په پالنه کې مرسته وکړي، خو هغه بیا هم دا وړاندیز هم ونه مانه. کله چې مې له حسام څخه وپوښتل: ستا سپینږیرتوب ته په کتو، ډېر کمزوری شوی یې، ایا په دې، دې فکر نه دی کړې چې که پلار دې د «عمر خوړلیو ساتن ځای» ته انتقال کړی وای، ګټور کار به و؟ ویې ویل: «دا ډول ځایونه ښه دي، خو که په کابل کې ډېر مجهز ساتن ځای هم وای، ما به خپل پلار نه و پکې داخل کړی. هغه هره ورځ د مرګ غاړې ته په ورنږدې کېدو دی. که ومري؟ زه نه غواړم دا ارمان مې په زړه پاتې شي چې کاش په اخر کې خو یې تر څنګ وای».
کله چې مې وپوښت: «د خپلو اولادونو او ځان په اړه څه فکر کوې؟»ویې ویل: «هغوی ولاړل؛ الله دې مل شي.» بیا یې پسې زیاته کړه: « خواران مو لا مالي ملاتړ کړي، تر څو چې ژوندي یو، د تاوان کوټې به یې پر اوږو بار یو. زه یو ارمان لرم چې یو ځل بیا سره یو ځای شو او او یو بل ووینو.»زاړه او عمر خوړلي کسان په افغانستان کې هیڅ ډول عمومي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

خو په افغانستان کې د ښاريتوب کلتور په پراخېدو سره د مور او پلار یا ډېری مشرانو او ډېر عمر کسانو په ژوند کې تغیر او تاثیر راوستلی دی. د دوو محصلینو خواته ورغلم، دوی دواړه ورته نظر لري. هغه دا چې: « د زړو او سپینږیرو د ساتنې او پالنې لپاره باید ټولنیزـدولتي سازمانونه چې ډېر اعلی روغتیایي نظام او جوړښت ولري، جوړېدل ډېر اړین دي.» د کابل پوهنتون زدهکړیال حبیب اکبري وایي، چې په کور کې د عمرخوړلیو کسانو پخوانۍ دودیزه ساتنه، اوس ډېره سخته ده. د چا تر وس پورته خبره ده. د هغه په باور، په افغانستان کې ځوانان له خپل کاري سن څخه ډېر وروسته کار مومي، بیا واده کوي او ځکه یې نو تر څو چې کورنۍ جوړېږي، دی زوړ شوی وي.
هغه زیاته کړه: « ډېری ځوانان کار له صفر پیلوي او د ټولنې د حاکم کلتور له کبله ډېر وروسته شاید په پښو ودرېږي، خو تر هغو چې په خپل ځان متکي کېږي؛ د څو ماشومانو پلار شوی وي. دلته نو هغه د خپل مور او پلار پالنه نشي کړای او مجبور پر خپلو اولادونو پام وکړي.» د هغه په خبره، د زړو او سپینږیرو خلکو د پالنې کلتور باید په یوه ټولنیز کار بدل شي او بنسټونه، سازمانونه او حکومت یې مالي ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان روغتیایي بنسټونه هم باید په دې برخه کې پروګرامونه ولري او د دوی لپاره ځانګړي خدمات وړاندې کړي.
د کابل پوهنتون بل محصل خالق حمیدی چې د حبیب اکبري له خبرو سره همغږی دی زیاتوي، باید د ښځینهوو لپاره هم د پالنې دا ډول ځانګړي ځایونه جوړ شي. هغه وایي: «د افغان نسل تر منځ ډېر فکري تفاوتونه موجود دي. د کور زاړه او مشران په ډېره سختۍ له ځوانانو سره ځان په خبره پوهوي. دا ډول اختلافات د هغو کسانو چې عمر یې خوړلی او بدني ځواک یې بایللی، ډېر زیات رواني تاثیر لرلی شي». دی زیاتوي، که چېرې د دې ډول کسانو لپاره ځانګړي مراکز فعاله وي، له یوې خوا به یې رواني حالت ته رسیدهګي کېږي او بلې خواته به یې ښه پالنه او درملنه روانه وي.
حل لاره څه ده؟
ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱زېږدیز کال څخه تر ۲۰۳۰زېږديز کال پورې روانه لسیزه د «سالم عمر خوړلیو لسیزه» نومولې. د دې سازمان په عمومي مجموعه کې اعلان کړل شوه چې ټول دولتونه، مدني ټولنې، خصوصي سکټور، رسنۍ، بنسټونه او هغه سازمانونه چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې دی، تر راتلونکي یوې لسیزه دې په نړیواله کچه دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه او کار وکړي. موخه یې د زړو او عمر خوړلیو انسانانو د جسمي ځواک او ښه ژوند ته لاسرسی ښودل شوی دی. دا هلې ځلې به په څلورو کټهګوریو کې عملي کېږي؛ د زړو او عمر خوړلیو د خوښې فضا رامنځته کول، له سني تبعیضونو سره مبارزه، عادلانه پاملرنه او پر کېفیت ولاړه اوږد مهاله ساتنه.
خو په افغانستان کې د زړو خلکو د ساتنې او پاملرنې لپاره هیڅ ډول پروګرامونه نشته. د دې کار پایله به په افغانستان کې ټولنیزه بې ثباتي، غربت او نا امني نوره هم زیاته کړي. د پوهانو په باور، دا تهدید ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او اوس هم له دې اړخه افغانستان له لوی ناورین سره مخ دی. د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي په دې اړه وایي، چې په افغانستان کې د زړښت کچه خورا لوړه روانه ده او په مقابل کې یې هیڅ ډول خدمات نشته.
د هغه په خبره، دوامداره جګړه او په هغې کې د ځوانانو پرلپسې ونډه، د ودونو لوړ مصارف او نورو ټول د دې لامل ګرځېدلي چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د زړښت او عمرخوړلیو کسانو کچه لوړه شي.
محمدي زیاتوي: «موږ په افغانستان کې زړو خلکو ته هیڅ ډول خدمات نلرو. ټرانسپورټ مو د دې ګټهګورۍ د خلکو له اړتیا سره برابر نه دی. ډېری دولتي ادارې او د خصوصي سکټور برخه د دوی لپاره خدمات نه وړاندې کوي. بلخوا دا کسان په مالي او ټولنیز ډول ورځ تر بلې پر حکومت بوج کېږي». د محمدي په خبره، له دې سره سره د حکومتونو ادلون بدلون، د تقاعد حق په مناسب وخت نه ورکول یې بل مشکل دی او په دې کسانو کې د بېسوادۍ د کچې لوړ ګراف دوی ته د خدماتو په وړاندې کولو کې یوه بله لویه ستونزه ده».
ټولنپوه او د پوهنتون استاد محمد امین رشادت بیا وایي، د افغانستان عمر خوړلي خلک په جسمي او رواني لحاظ تر نورو په ښه وضعیت کې دي، خو د «اقلیت او کمفرهنګۍ» ښکار ژوند لري. د نوموړي په باور، دا کسان په افغانستان کې په خپله یو لوی تهدید ګڼل کېدای شي.
د رشادت په خبره، دې ستونزې ته د رسیدهګي په موخه باید د دوی وضعیت ته پاملرنه وشي، له سنتي او مډرنو ټولنو سالمې تجربې را ټولې او عملي شي.
قیس محمدي وایي، لومړی ګام دا دی چې دې عمر خوړلې کتلې ته باید ګډ کور جوړ شي، څو د زاړه عمر اړ کسان پکې واوسي، له ښې پالنې او ملاتړ څخه برخمن شي. دی وایي، حکومتو دا مسوولیت لري چې د دې برخې کسانو ته زمینه مساعده کړي چې روغتیایي خدماتو ته اسانه لاس رسی ولري. مالي او معنوی ملاتړ یې وکړي، ښه او خوشاله چاپیریال ورته برابر کړي او د دوی پر وړاندې د سني تبعض د کلتور ختمولو کوښښ وکړي.
د پوهنتون دا استاد زیاتوي، تر دې زیات باید فرصتونه ضایع نه کړو او افغان ځوانان باید په دې برخه کې د افغانستان له دې ستونزې د مرستې ملا وتړي. د هغه په خبره، همدا اوس هم که واقعي بودیجه ورته تخصیص شي، ځوانان دا ستونزه مدیریت کولای شي. د هغه په خبره، که چېرې د زړښت دا کچه نوره هم لوړه شي، بیا به د حکومتونو لپاره هم له وسه پورته ستونزه وي. د هغه په خبره، که اوس هم دا ستونزه د حل په موخه نه را سپړل کېږي، په راتلونکي کې به د کډوالۍ څپه نوره هم پراخه کړي.
