طالبانو په سرپل کې د يوې سيمې اوسېدونکي ۳۶ ميليون افغانۍ «جريمه کړي او کډې کولو ته يې اړ کړي»

اطلاعات روز: په سرپل ولايت کې سرچينې وايي، چې د طالبانو محکمې د دې ولايت د البدر ولسوالۍ له «پشته اسميدان» سيمې اوسېدونکو سره د څړځايونو او کروندو پر سر د کوچيانو دعوه، د کوچيانو په ګټه فيصله کړې او د سيمې اصلي اوسېدونکي يې ۳۶ ميليون افغانۍ جريمه کړي او هغوی ته يې د کډې کولو امر کړی دی.

د سرچينو په وينا، د دې سيمې اوسېدونکي ډېری هزاره دي. تر اوسه هغوی کډه نه ده کړې، خو د سرچينو په وينا طالبانو ورته امر کړی چې تر دعوې لاندې څړځايونه او کروندې دې کوچيانو ته وسپارل شي.

يوې سرچينې چې نه غوښتل هويت يې ښکاره شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د دې دعوې ريښه ۵۰ يا هم ۶۰ کاله وړاندې ته رسېږي چې کله د «تيمور» په نوم يو کوچي په «پشته اسميدان» سيمه کې له هزاره‌وو سره په يوه قومي جنګ کې ووژل شو.

د سرچينې په وينا، هغه مهال دې کوچي سړي هزار ځورول او د دې قوم د ځينو کسانو په وژنه هم تورن و.

سرچينه زياتوي چې د تيمور کورنۍ له «پشته اسمیدان» څخه کډه کړې وه، خو د طالبانو تر راتلو وروسته بیرته راغلې او د بدلې غوښتنې دعوه يې کړې.

د سرچينې په وينا، طالبانو شپږ مياشتې وړاندې د دې دعوې په تړاو د «پشته اسميدان» ۲۵ اوسېدونکي خپلې محکمې ته جلب کړي و.

سرچينه زياتوي چې د تيمور ښځه د خپل مېړه د وينې له بدلې تېره شوې خو پر څړځای او کرنې له دعوې نه ده تېره شوې او د طالبانو محکمې هم د کوچيانو په ګټه فيصله کړې ده.

سرچينې منلې چې د طالبانو محکمې د «پشته اسميدان» اوسېدونکي ۳۶ ميليونه افغانۍ جريمه کړي هم دي.

د سرپل ولايت يوه مدني فعال احمد بلندي پر خپله فېسبوکپاڼه ليکلي، چې طالبانو د دې سيمې د اوسېدونکو ځمکې کوچيانو ته ورکړې دي.

په سرپل کې د طالبانو ځايي مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د هزاره‌وو پر خلاف د کوچيانو دا څوومه حقوقي دعوه ده چې کېږي.

په دې دعوو کې طالبان د کوچيانو په ملاتړ تورن دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه