اطلاعات روز: د افغانستان په اړه د دغه هیواد د ګاونډيو هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه نن (سېشنبه، ۱۶ د کب) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پېل شوه.
په دې غونډه کې د ازبکستان، چين، ايران، پاکستان، روسيې، تاجکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې غونډې ګډونوال به د افغانستان د اوسني وضعيت، د دې هيواد وضعيت ته د رسيدګۍ لپاره پر همکاري او د اوږدمهالې سولې او ثبات د را منځته کولو په اړه خبرې وکړي.
دې وزارت د طالب استازو د ګډون په اړه څه نه دي ويلي. د طالبانو د حکومت چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.
په روان ميلادي کال کې دا د افغانستان د ګاونډیو هيوادونو د ځانګړو استازو لومړۍ غونډه ده.
د تېر ميلادي کال پر مهال په اسلام اباد او تهران کې څو غونډې ترسره شوې وې.
