اطلاعات روز: د پروان جبل السراج ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې طالبانو څلور نارينه او دوې نجونې عام محضر کې په دُرو وهلې دي.
د سرچينو په وينا، دا پیغلې او ځوانان له «کوره د تېښتې» او «قمار بازۍ» په تور د طالبانو یوې محکمه کې محاکمه شوي دي.
سرچينې وايي، چې د دې ځوانانو په اړه د طالبانو د محکمې حکم تېره ورځ (دوشنبه، ۱۵ د کب) ناوخته د جبل السراج عالي ليسې د فوټبال په لوبغالي کې د دې ډلې د غړو په شتون کې پلی شوی دی.
تر دې وړاندې هم طالبانو په عام محضر کې سلګونه کسان په دُرو وهلي دي.
د دې حکمونو پر پلي کولو د بشري حقونو د بنسټونو له لوري نيوکې هم شوې دي.
