اطلاعات روز: د لغمان ولایتي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې د نجونو لپاره د یوې لېسې د جوړیدو چارې پیل کړې.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي زین العابدین نن (دوشنبه، ۱۵ د کب) په همدې تړاو په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د نجونو لپاره د لېسې ودانۍ د الینګار ولسوالۍ اړوند «سنګر» سیمه کې د (UNHCR) موسېسې لخوا د ۲۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت په اساسي ډول د لس میاشتو په موده کې جوړیږي.
عابد زیاتوي: «د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند سنګر سیمه کې د نجونو لېسه د ۲۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د لسو میاشتو په موده کې جوړيږي، د دې لېسې په جوړیدو سره به د زده کوونکو ستونزې حل شي او لا کوښښ کې یو؛ چې په دغه ولایت د ښوونځيو په برخه کې ستونزې حل کړو.»
نوموړي زیاته کړه د ښوونځي دغه ودانۍ دوه پوړیزه ده ۱۲ درسي او ۴ اداري خونې لري همدارنګه د اوبو شبکه، تشنابونه، د محافظینو اطاق او احاطه پکې شامل دي.
د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکي هم خوښي ښکاره کوي او وایي، له دې وړاندې یې په ښوونځیو کې د سرپناه او صحي اوبو نشتون د دوی د اولادونو د زده کړو پر وړاندې لویې ننګونې وې.
