اطلاعات روز: ټاکل شوې چې نن (دوشنبه، ۱۵ د کب) په جینوا کې د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وشي.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپورچي خپل دويم راپور هم وړاندې کړي.
په جينيوا کې د افغانستان استازولۍ وايي، چې د بېنټ د راپور تر وړاندې کولو وروسته به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه تعاملي خبرې – اترې هم وشي.
ريچارډ بېنټ په خپل راپور کې چې څو ورځې وړاندې خپور شو، ويلي دي چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال په وروستيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت نور هم خراب شوی دی.
په دې راپور کې راغلي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو سيسټماټيک نقض زيات شوی او بنسټيزې ازادۍ لکه د سولييزو غونډو جوړول، د بيان ازادي، د ژوند کولو او د بد چلند په وړاندې د خونديتوب حق د هرې ورځې په تېرېدو سره نورې هم تر پښو لاندې کېږي.
