د پکتیکا د بکخیل د پخواني امنیې قومندان کورنۍ: طالبانو د بدرالدین مړی او ژوندی ورک کړی

اطلاعات روز: د پکتیکا بکخیل ولسوالۍ د پولیسو د پخواني قومندان بدرالدین د کورنۍ ځینې غړي وايي، چې د نوموړي د مرګ او ژوند په اړه هیڅ معلومات نه لري او که وژل شوی هم وي، نو جسد یې ورته نه دی سپارل شوی.

طالبانو تېره اونۍ بدرالدین په خوست ولایت کې نیولی دی.

د دغه قومندان له خپلوانو یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته په غږیز پیغام کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د نوموړي په اړه معلومات ورکړي او په خبره یې که یې وژلی وي، نو د اسلامي اصولو له مخې دې ورته د هغه جسد وسپارل شي.

دغه کس زیاته کړه چې پکتیکا ته د قومندان د جسد را انتقال لپاره د بکخېلو ځینې قومي مخور خوست ته ورغلي و، خو په وینا یې چې د طالبانو مسوولینو د هغه د وژنې خبره رد کړې وه.

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس شبیر احمد عثماني اطلاعات روز ته وویل، چې د بدرالدین د وژنې په اړه معلومات نه لري او زیاته یې کړه چې نه هم تر اوسه د هغه د کورنۍ غړو اړونده ادارو ته مراجعه کړې ده.

تېره اونۍ طالبانو د پکتیکا د بکخیل ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قومندان بدرالدین مشهور په «بدو» خوست ولایت کې ونیوه او وروسته په هغه تور پورې شو چې نوموړی له «مقامت جبهې» سره د مالي مسوول په توګه کار کاوه او غوښتل یې چې د طالبانو پر وړاندې په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې یې فعالیتونه پېل کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې هغه په زندان کې د طالبانو له خوا وژل شوی او د نوموړي د وژنې هرکلی د طالبانو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو هم کړی دی.

په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا په یوه او بل تور د هیواد په ګڼو ولایتونو کې پخواني امنیتي کسان نیول شوي او زنداني شوي دي.

که څه هم د طالبانو مشر د عمومي عفوې په کولو له خپلو مسوولینو غوښتنه کړې چې د خلکو له ځورونې به لاس اخلئ، خو بر خلاف دا لړۍ همداسې دوامداره ساتل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه