اطلاعات روز: نيمروز کې یوه ځایي سرچينه وايي، چې د دغه ولایت د مرکز زرنج په يوه کيلو مترۍ کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچيني په وينا، چې دغه نښته نن (یکشنبه، ۱۴ د کب) د وريښمو لار سره نږدې د عبدالرحمن ګودر په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه ادعا کوي، چې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې کله ایراني ځواکونو د افغانستان پر خاوره دوه د هاوان مرمۍ وتوغولې.
سرچينه وايي، تر يو نيم ساعت جګړې وروسته دا مهال جګړه ولاړه ده او د ډزو غږونه نه اوریدل کېږي.
سرچینه زیاتوي، د هاوان مرمۍ په یوه کور لګیدلي چې د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نه لري.
په ورته وخت کې د نيمروز لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند ګل محمد قدرت هم دغه نښته تاييدوي خو، د جزياتو له ورکولو ډډه کوي.
د سيمې يو اوسيدونکی بیا وایي، د ماسپښين د لمانځه پرمهال يې د کور سره نږدې ډزې روانې وې کله چې له کور څخه بهر وتلی دوه ټپیان يې ليدلي. دی زیاتوي په همدې حال کې طالب ځواکونو جګړې ته امادګي نیوله او د حرکت په حال کې وو.
د ده په وینا، جګړه د عبدالرحمن ګودر مخامخ د يوې کار خوني سره نږدې شوې ده.
