د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله: طالبان باید ژر تر ژره د نجونو پر زده کړو بندیز پای ته ورسوي

انځور: الجزیره

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې امينې محمد ويلي، چې په افغانستان کې له زده کړو د نجونو او ښځو محروميت بايد ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

نوموړې په يوه پيغام کې چې په بېړنيو او بحراني شرايطو کې د زده کړې په اړه د ملګرو ملتونو د نړيوال صندوق له لوري خپور شوی ويلي، چې تر ۵۰۰ ورځې زيات وخت کېږي چې طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړې له حقه انکار کړی دی.

اغلې محمد وايي، چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان د نجونو زدکړييزو حقونو او اړتياوو ته د رسيدګۍ لپاره خپل اتحاد ته دوام ورکړي.

دا وايي: «اړينه ده چې له دې نجونو سره يو ځای شو او د هغوی غږ پياوړی کړو. دوی يوازې نه دي.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې د خوراکي او روغتيايي مرستو د برابرولو او زده کړو ته د لاسرسي موندلو لپاره د مالي تأمين پر دوام ټينګار کړی دی.

دا له تمويلوونکو او د ملګرو ملتونو له شريکانو غواړې چې په بېړنيو او بحراني حالاتو کې د زدکړو لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال صندوق ملاتړ وکړي، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې او بل ځای هيڅ نجلۍ شاته نه پاتې کېږي.

اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له زده کړو، کار او تحصيل څخه بې برخې دي.

په داسې حال کې چې طالبان وايي، دا بنديز همېشنی نه دی، خو داسې ښکاري چې په نوي تعليمي او تحصيلي کال کې هم د افغانستان نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه محرومېږي.

په دې وروستيو کې طالبانو په سړو سيمو کې يوازې د نارينه‌وو لپاره د پوهنتونونو د پرانستل کېدو نېټه اعلان کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه