اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د یو موټر د چپه کیدو له امله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او موټر چلوونکی ژوبل شوی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی سید احمدشاه وایي، چې دغه پیښه نن (یکشنبه، ۱۴ د کب) سهار د لغمان الیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د واصف الله سادت په نامه د یوه ځایي اوسیدونکي د موټر چپه کیدو له امله د هغه اته کلن زوی خپل ژوند له لاسه ورکړی او په خپله سادت سخت ژوبل دی.
دی وایي، پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.
په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ترافیکي اصول نه مراعات هغه عوامل دي چې ډیر کله د دا ډول ترافیکي پېښو لامل ګرځي.
