د پکتيکا د بکخيل د پوليسو پخوانی قومندان د طالبانو له لوري تر نيول کېدو وروسته ووژل شو

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت د بکخيل ولسوالۍ د پوليسو پخوانی قومندان بدرالدين حيدري د طالبانو له لوري تر نيول کېدو يوه ورځ وروسته وژل شوی دی.

د حيدري خپلوانو تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۰ د کب) ماښام د نوموړي د وژل کېدو خبر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړ.

وړمه ورځ ځينو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي و، چې بدر الدين حيدري د طالبانو له لوري په خوست ولايت کې نيول شوی دی. طالبانو يې د نيول کېدو خبر رد کړی و.

اوس د ده نږدې خپلوان وايي، چې د طالبانو په لاس د جمهوري نظام تر سقوط وروسته  نوموړی پاکستان ته تللی و او وړمه ورځ د غلام خان بندر له لارې خوست ته راغلی و.

د دې پخواني نظامي د يوه خپلون په وينا، يوه دوست يې ورته له پکتيکا ولايت څخه پيسې لېږلې وې او کله چې ده غوښتل له صرافۍ څخه پيسې واخلي، د طالبانو له لوري پېژندل شوی او نیولی یې دی.

سرچينې زياتوي چې طالبانو بدر الدين حيدري  له «مقاومت جبهې» سره په همکارۍ تورن کړی دی او ويلي يې دي چې ده د دې جبهې افرادو ته پيسې لېږلې.

وړمه ورځ هم سرچينو ويلي و، چې طالبانو دا پخوانی نظامي د «باغيانو» په مالي تمويل تورن کړی دی. طالبان خپل وسله وال مخالفين باغيان بولي.

طالبانو تر دې وړاندې هم پخواني نظاميان په بېلابېلو بانو نيولي او زنداني کړي دي. څو ځله پخواني نظاميان د دې ډلې د شکنجې له امله مړه شوي دي.

نيوکه کوونکي وايي، چې د طالبانو دا کار له پخوانيو نظاميانو غچ اخيستنه ده او دا ډله د خپل رهبر له لوري د عمومي عفوې فرمان ته پابنده نه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه