اطلاعات روز: د بهرنيو چارو پخوانی وزير حنيف اتمر وايي، چې د را رسېدلو راپورونو له مخې د بده مرغه د پناه غوښتونکو د کښتې په ډوبیدو کې ډیری قربانیان او زیانمن شوي افغانان دي.
د ده په وينا، د افغانستان ۶۴ وګړي مړه او ۱۷۰ نور زيانمن شوي دي.
اتمر تېره شپه (چهارشنبه، ۱۰ د کب) په پرلپسې ټویټونو کې ليکلي چې د ابتدايي راپورونو له رارسېدو سره سم، د افغانستان ډيپلوماټانو سمدستي ژوبلو او ژغورل شويو ته د رسيدګۍ تدابير ونيول او د مړو شويو د هويت پر تثبيت يې کار پېل کړ.
د بهرنيو چارو دا پخوانی وزير وايي، چې که «په هيواد کې اوسنی حاکميت» د پايدارې سولې د را منځته کولو، د خلکو د اساسي حقونو او ازاديو د مراعت کولو او د بين الافغاني مذاکراتو له لارې په هيواد کې د مشروع نظام جوړولو په تړاو پر خپلو تعهداتو عمل وکړي، خلک به اړ نه وي چې وطن پرېږدي او له داسې حالت سره مخ شي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دې وزارت ته له را رسېدلو معلوماتو سره سم «د افغانستان تقريبا ۸۰ وګړي» په ايټاليا کې د کښتۍ ډوبیدلو له کبله مړه شوي دي.
دا لرګينه کښتۍ د ايټاليا په سواحلو کې د يکشنبې په ورځ له يوې ډبرې سره تر ټکر کېدو وروسته غرقه شوه. راپورونه وايي چې د دې کښتۍ سپاره د افغانستان، ايران او پاکستان وګړي و.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت افغان اتباعو ته سپارښتنه کړې چې په قاچاقي، غير قانوني او ناسمو لارو دي نورو هيوادونو ته نه ځي.
دې وزارت له خيريه بنسټونو په ځانګړې توګه له سره صليب څخه غوښتي دي چې د ايټاليا په اوبو کې د مړو شويو د جسدونو د انتقال لپاره دي د «انساني مکلفيت له مخې» خپل مسووليت ادا کړي.
افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کډوالۍ له يوې څپې سره مخ شوی دی.
د ډیری کډوالو موخه د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان په ګډون ترکيه وي.
