طالب ډيپلوماټانو په استانبول کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې کار پېل کړ

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ترکيې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ ته لېږل شويو ډيپلوماټانو په کار پېل کړی دی.

دې وزارت د ډيپلوماټانو د هويت او د دندې په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره شپه د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ادعا کړې وه چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ د طالبانو ډيپلوماټ ګل‌مت خان ته سپارل شوې ده.

په انقره کې د افغانستان سفارت او د ترکيې دولت د طالبانو د ډيپلوماټ د فعاليت په اړه څه نه دي ويلي.

په عين حال کې ځينو سرچينو له رسنيو سره په خبرو کې طالبانو ته د استانبول د قونسلګرۍ سپارل کېدل رد کړي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې په وينا چې نن (سې‌شنبه، ۹ د کب) خپره شوې، وايي چې د دې وزارت ډيپلوماټ تېره ورځ د استانبول په قونسلګرۍ کې په کار پېل کړی دی.

دې وزارت زياته کړې، چې هڅه کوي چې سياسي استازولۍ له ډيپلوماټيک فعاليت سره – سره له هيواده بهر کډوالو ته قونسلي خدمات هم وړاندې کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، سره له دې چې له جمهوري ترکيې سره اړيکې ځانګړی ارزښت لري، خو په استانبول کې د زرګونو افغان وګړو شتون نور هم د دې ښار ارزښت زياتوي.

د طالبانو ډيپلوماټانو تېره ورځ په تهران کې هم په کار پېل وکړ.

طالبانو په تهران کې فضل محمد حقاني د خپل سفارت شارژدافير ټاکلی دی. دا ډله وايي چې اووه نوي ډيپلوماټان يې ايران ته لېږلي دي.

تر دې وړاندې هم د سيمې څو هيوادونو د طالبانو ډيپلوماټان منلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هيڅ هيواد هم طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه دي پېژندلي.

په بهر کې د افغانستان ډېری سفارتونه د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو په واک کې دي.

د ترکيې په انقره کې هم د افغانستان سفارت د پخواني حکومت د ډيپلوماټ امير محمد رامين په واک کې دی، خو ويل کېږي چې دا ډيپلوماټ له طالبانو اوامر اخلي.

رامين د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست امير خان متقي کوربتوب کړی و. متقي هم يو ځل ويلی و چې په ترکيه کې د افغانستان سفارت له کابله هدايات اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه