اطلاعات روز: د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم طه په سويس کې د افغانستان له سفير نصير احمد انديشه سره په ليدنه کې يو ځل بيا د ښځو پر کار او زده کړو بنديز غندلی دی.
په جينوا کې د افغانستان استازولۍ وايي، چې د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي منشي تاييد کړې چې د طالبانو بنديز «زموږ له دين سره په ټکر کې دی.»
تر دې وړاندې هم د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو او کار بنديز غندلی و.
د اسلامي همکاريو د سازمان اجرايوي کميټې يوه ځانګړې غونډه رابللې وه، د طالبانو له لوري په پوهنتونو کې د ښځو پر زده کړو او غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز يې د اسلامي شريعت او د پيغمبر د سنتو خلاف بللی و او د دې پرېکړو په اړه يې ناهيلي څرګنده کړې وه.
د سعودي عربستان په شمول ټولو اسلامي هيوادونو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سياست غندلی دی او له دې ډلې يې غوښتي چې له خپلو پرېکړو پر شا شي.
