ننګرهار ولایتي چارواکي: دولتي ادارو کې ښځو ته ونډه زیاتیږي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، له دې وروسته به په دولتي ادارو کې د نویو کسانو د ګمارل کیدو په برخه کې دیرش سلنه ونډه میرمنو ته ورکړي.

که څه هم چارواکي وایي د پخوا په پرتله د ښځو ونډه زیاته شوې خو لاهم میرمنې شکایت کوي چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کم رنګه ده.

ننګرهار میشتې میرمنې پر حکومت نیوکه کوي او وایي، په ننګرهار کې میرمنو د سختو شرایطو پرمهال له دولسم ټولګي تر لیسانس او ان ماسترۍ کچې لوړې زده کوي، خو څه ډول چې لازمه ده په دولتي ادارو کې ورته کاري زمینې نه دي برابرې شوي.

ښځینه فعالې لیمه شیرزاد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې بیا له دولتي ادارو سربیره په خصوصي ادارو کې هم د میرمنو د ونډې پر زیاتوالي ټينګار وکړ. اغلې شیرزاد د میرمنو د ملاتړ په برخه کې پر یو شمیر ادارو هم نیوکه کوي او وایي، څه ډول چې لازمه ده یادو ادارو د میرمنو د ستونزو حل په برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی.

شیرزاد زیاتوي: «مونږ په دولتي او خصوصي ادارو کې د ونډې غوښتنه کوو، هڅې مونږ سره ژمنې کیږي خو لا تراوسه چې څه ډول لازمه ده میرمنو ته د ننګرهار په دولتي ادارو کې ونډه نه ده ورکړل شوې.»

یو شمیر نورې میرمنې بیا وایي، لاهم په افغاني ټولنه کې د کلتوري محدودیتونو له امله په دولتي او خصوصي ادارو کې په یوه او بله بهانه د ښځو د ګمارل کیدو مخنیوی کیږي. ښځينه فعالې پښتنې افغان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، میرمنو په څو ځلي خپلې ستونزې په کاري او نورو برخو تر مسولو چارواکو رسولي خو تراوسه یې عملي اقدام نه دی کړی.

افغان زیاته کړه: «ډیر کله میرمنې په افغاني ټولنه کې ځورول کیږي او یا خو د ډیرو کورنیو له خوا خپلو لوڼو ته په د دندې اجازه نه ورکول کیږي، چې له امله یې میرمنې له ستونزو سره مخ دي.»

په همدې حال کې ولایتي چارواکي بیا وایي، چې د تیرو کلونو په پرتله ددې ولایت په دولتي او خصوصي ادارو کې دمیرمنو په ونډه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په دولتي ادارو کې د نویو کسانو د ګمارل کیدو په برخه کې دیرش سلنه ونډه میرمنو ته ورکړي.

امرخیل زیاتوي: «زه له دې وروسته ژمنه کوم چې په ټولو دولتي ادارو کې به د نویو ګمارنو په برخه کې ۳۰ سلنه برخه میرمنو ته ورکړل شي او هم په نورو برخو کې میرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړو.»

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل

ننګرهار کې میرمنې داسې مهال په دولتي او خصوصي ادارو کې د ونډې پر زیاتوالي ټینګار کوي، چې له دې وړاندې هم اړونده مسولو ادارو په ځلونو له دوی سره د کاري زمینو د برابریدو ژمنې کړي خو د میرمنو په خبره تراوسه یې کړې ژمنې په ځای پاتې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه