د اطلاعات روز د موندنو پر اساس په تېرو پنځو مياشتو او اوو ورځو کې تر ۵۰ زيات پخواني نظاميان چې د پروان اوسېدونکي دي، د طالبانو له خوا نيول شوي دي. دې ډېری نظاميانو د افغانستان په مخکيني دولت کې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت په عمومي رياست کې کار کاوه. د اطلاعات روز موندنې ښیي چې په ډیری مواردو کې پخواني نظاميان چې د طالبانو له خوا نيول شوي په سخت ډول شکنجه او وهل شوي دي. په ځينو مواردو کې پخواني نظاميان له نيول کېدو پرته د طالبانو د اړوندو افرادو له خوا په ډزو وژل شوي.
اطلاعات روز داسې اسنادو ته لاسرسی موندلی چې ښيي پخواني نظاميان څو ځله د طالبانو له لوري نيول شوي او له هغوی يې د وسلې او بډې غوښتنه کړې ده. په پروان ولايت کې له «مقاومت جبهې» سره همکاري د پخوانيو نظاميانو د نيولو يو بل دليل دی. موږ داسې معلومات تر لاسه کړي چې ښيي طالبانو د «مقاومت جبهې» د افرادو نيولو د هڅو پر مهال اته پخواني نظاميان په ډزو وژلي دي.
زموږ له اطلاعاتو سره سم، په اکثريت مواردو کې طالبانو هغه نظاميان نيولي، شکنجه کړي او وژلي دي چې د طالبانو د حکومت تر راتلو وروسته يې په امنيتي بنسټونو کې خپلې دندې پرېيښې دي او ازاد کسبونه يې غوره کړي. همدا راز؛ اطلاعات روز موندلې ده چې طالبان هغه اوسني نظاميان هم نيسي چې په پخواني دولت کې هم نظاميان و او له طالبانو سره جنګېدلي و.

د نظاميانو نيول او له هغوی د بډې غوښتنه
د اشرف غني تر تښتېدلو او د طالبانو په لاس د هيواد د سقوط تر اوازې خپرېدو وروسته د افغانستان نظامي اډې تخليه شوې او نظاميانو خپله مرکزونه پرېښودل. له ځينو وړو نښتو پرته طالبان وتوانېدل چې له پنجشېر او اندراب پرته ټول افغانستان ونيسي. د کابل د شمال په ځينو ولايتونو لکه پروان، کاپيسا او بغلان کې يو شمير نظاميان تسليم نه شول او له خپلو تجهيزاتو سره پنجشېر ته ولاړل؛ دوی د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې په پنجشېر کې مبارزه را پېل کړه.
طالبان تر سختو جګړو وروسته وتوانېدل چې پنجشېر ونيسي. «مقاومت جبهې» خپل جنګي نظم بايلود. يو شمير نظاميان غرو ته ولاړل، ځينې د هليکوپټرو په وسيله وتوانېدل چې هيواد پرېږدي او ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان ته ولاړل او يو شمير نورو خپلې وسلې طالبانو ته وسپارلې او له طالبانو د تضمين تر لاسه کولو وروسته يې عادي ژوند پېل کړ، نوی ژوند يې شروع کړ او نوي کسب ته يې لاس واچاوه.
پرويز سيدخيلي هم يو له همدې نظاميانو څخه دی. دی په پخواني پوځ کې د بغلان ولايت په «کيلهگي» سيمه کې د پوځ د لوا د يوه کنډک قومندان و. سيدخيلي د بغلان تر سقوط وروسته له خپلو نظامي تجهيزاتو سره چې ورسره و، پنجشېر ته ولاړ او د طالبانو په لاس د پنجشېر تر سقوط وروسته يې خپلې وسلې طالبانو ته تسليم کړې. د خپلو وسلو د تسليمولو سند يې واخيست او کابل ته ولاړ. که څه هم تر څوارلس کلن نظاميتوب وروسته د پرويز لپاره له نوي کسب سره د ژوند پيلول سخت و؛ خو ده د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ د لګښتونو لپاره ازاد کاروبار شروع کړ او د دریو وړو موټرو په اخيستلو سره يې د موټرو د اخيستنې او پلورنې کار پېل کړ.

پرويز چې د طالبانو په عمومي بښنه ډاډه و او فکر يې کاوه چې هر څه ختم شوي دي، د روان لمريز کال د ميزان پر ۱۵مه چې کله ننګرهار او نورستان ولايتونو ته له خپل تفريحي سفر څخه را روان و، د کابل ښار په ختیځه دروازه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شو. طالبانو د پرويز سيدخيلي څلور ملګري تر يوه بل وروسته له زندانه خوشې کړل، خو پرويز يې تر څلورو مياشتو او څلورو ورځو زياته موده په بند کې وساته. دی يې د استخباراتو له عمومي رياست څخه د استخباراتو څلوېښتم رياست ته انتقال کړ او په دې وخت کې يې شکنجه کړ او ويې واهه.
د پرويز سيدخيلي خپلوانو له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې طالبانو د پرويز د خوشې کولو لپاره له هغوی د وسلې او پيسو غوښتنه وکړه. د سيدخيلي يوه نږدې خپلوان چې غوښتل يې په راپور کې په مستعار نوم صالح سره ياد شي، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د طالبانو له بنده د پرويز د خلاصولو لپاره يې ۱۰ زره امريکايي ډالر مصرف کړي دي. صالح چې د پرويز نږدې خپلوان دی، ويې ويل چې کله پرويز د سلواغې پر ۱۸مه خلاصېده، نو طالبانو ترې د هغو مبايلونو د ورکولو لپاره هم ۲۰ زره افغانۍ رشوت اخيستی چې له پرويز سره يې نيولي و.
صالح زياته کړه: «د پرويز د خلاصون لپاره لس زره ډالر مصرف شول. د طالبانو يوه چارواکي له موږ څخه پنځه زره ډالره رشوت واخيست او ويې ويل چې پرويز پرېږدي؛ خو ونه توانېد. له دې پنځو زرو ډالرو سره – سره پنځه زره نور ډالر چې پرويز په زندان کې و، د زندان په سرګردانيو کې مصرف شول. حتا کله چې پرويز له زندانه کور ته راته، طالبانو د هغه مبايلو پر راکولو هم ۲۰ زره افغانۍ رشوت واخیست چې له پرويز سره و. همدا مصارف د دې سبب شول چې کور له بد مالي حالت سره مخ شو او پرويز ونه شوای کولای چې له افغانستانه ووزي.»
تر پنځو مياشتو شکنجې وروسته طالبانو پرويز سيدخيلي له زندانه ازاد کړ؛ خو تر خلاصون يو څو ورځې وروسته يې دويم ځل د کابل ښار په ۳۱۵ سيمه کې ونيوه. دا ځل د پرويز سيدخيلي نيول کېدل نور هم بې رحمانه و، طالبانو د ده او يوه بل پخواني نظامي فريد سيدخيلي د سوارلۍ پر موټر ډزې وکړې، پرويز سيدخيلي په ملا کې تر ژوبلېدو وروسته نيسي. طالبانو د دې پخواني نظامي د بيا ځلې نيولو دليل نه دی ویلی.

فردين (مستعار) د پرويز سيدخيلي يو بل خپلوان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د دې پخواني نظامي کورنۍ له دې وېرې چې طالبان يې ونه نيسي، د هغه د خلاصون لپاره طالبانو ته نه ورځي. د دې سرچينې په وينا، د پرويز د روغتيا او وضعيت په اړه يې کورنۍ هيڅ حال نه لري.
دی زياتوي: «کورنۍ يې له دې ويرې چې هسې نه په خپله هم ونيول شي، په پرويز پسې نه ورځي. د پرويز اولادونه هره ورځ دروازې ته ګوري چې پلار به يې څه وخت کور ته راځي. پرويز له طالبانو سره هيڅ ناتمام حساب نه درلود او دا چې ولې يې په ډېرې بې رحمۍ د ازاد ژوند حق ترې اخيستی دی، موږ هم نه پوهېږو.»
پرويز سيدخيلي په پروان کې د پخوانيو نظاميانو يوه بله نمونه ده چې د وسله وال فعاليت او د طالبانو له مخالفو نظامي ډلو سره د شک پر اساس نيول کېږي او شکنجه کېږي.
د اطلاعات روز د څېړنيز راپور له مخې، د پروان ولایت په مرکز چاريکار او نهو نورو ولسواليو کې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې تر ۵۲ زيات پخواني نظاميان نيول شوي دي؛ يوازې ۱۳ تنه يې د پنجشېر په جګړو کې د ګډون په تور د طالبانو له لوري نيول شوي.
غچ اخيستنې

تر نن پنځه کاله وړاندې نادر د مخابرې په اواز له خوبه را ويښ شو. قومندان و. پلان دا و چې طالبانو ته يو کمين ونيول شي. نادر ځوان و او احساساتي و، خپل تجهيزات يې را واخيستل او له طالبانو سره د جنګ په تکل يې خپل بوټونه کلک وتړل. د پوليسو رنجر د پروان ولايت د شينواري ولسوالۍ د «فندقستان درې» پر لور حرکت وکړ. په داسې حال کې چې نادر او ملګرو يې له طالبانو سره د جګړې تياری کاوه، ډزې شروع شوې او تر لس دقيقو جګړې وروسته دوه طالبان پوليسو ونيول. نور طالبان له سيمې وتښتېدل. نادر چې ښايي له طالبانو به يې خوږ ليدلی و او له بله اړخه چې يې د ځوانۍ احساسات په جوش کې و او دښمن يې پر وړاندې ګونډه وهلی ليد، د طالب چې قاري احسان الله نومېده ږيره يې په لاس کې ونيوه او هغه ته يې د خپلې ځوانۍ د غرور ور ښکاره کولو لپاره نوموړي طالب ته د وطن پرستۍ څو خبرې وکړې او هغوی يې د افغانستان د بدمرغۍ عاملين وګڼل.
کيسه همدلته پای ته ورسېده او طالب زندانيان د پروان زندان او وروسته کابل ته يو وړل شول. نادر د طالبانو تر راتګ وروسته خپلې نظامي دندې ته دوام ورکړ او د شينوارو ولسوالۍ له سيمهييزو پوليسو څخه د پروان ولايت پوځي کنډک ته بدل شو. برخليک داسې شو چې تر پنځو کلونو وروسته احسان الله له بنده ازاد شو او په پروان ولايت کې په پوځ کې داخل شو او له نادر سره په يوه صف کې راغی، دوی تر کلونو وروسته يو – بل په يوه جامه کې، تر يوه چت لاندې د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د «پشته سرخ» په پوځي کنډک کې ويني.
احسان الله چې کلونه په زندان کې و، د طالبانو تر منځ ارزښت لري او د غچ اخيستنې له مخې نادر د طالبانو استخباراتو ته په لاس ورکوي. که څه هم اوس نادر له طالبانو سره کار کاوه او ښايي د ځوانۍ هغه احساسات يې هير کړي وي؛ خو وخت ورته ورنه کړل شو او تر دوې ورځې وروسته په دې جرم د کابل پلچرخي زندان ته ولېږل شو چې د يوه طالب ږيرې ته يې لاس ور اچولی و.
ښايي نادر نېکمرغه وي چې دې طالب د طالبۍ له امتياز سره – سره له ده په ډزو انتقام وانخيست، خو په پروان ولايت کې د تېرو پنځو مياشتو پر مهال په ورته پېښو کې ۱۳ نظاميان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته، د هيواد يوه لويه برخه نظاميان چې په کښته پوړونو کې يې کار کاوه، بيرته دندې ته ستانه شول او خپل کار ته يې دوام ورکړ. له طالبانو سره د کار کولو انګېزه يې مالي ستونزې دي. کومو نظاميانو چې د طالبانو له حکومت سره کار کول ونه غوښتل، يا هم کډوال شول او يا هم له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ يو تر ټولو غريب هيواد دی او د طالبانو تر راتګ وروسته په هيواد کې د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې ده، خلک له بېکاره کېدلو وېرېږي او له همدې وجې ډېری پخواني نظاميانو له طالبانو سره کار کولو ته دوام ورکړ. ښايي يو څه ته چې دې نظاميانو محاسبه نه وه کړې، هغه له دوی څخه د طالبانو غچ اخيستل و.
«يا مرګ او زندان يا ايران ته کډوالي»
«هره ورځ خبرېږم چې فلانی يې ونيوه او فلانی يې وواژه، له ځان سره وايم چې ښايي سبا به زما وار وي.»
دا خبرې راته جميل (مستعار) پر ټیليفون وکړې. جميل وايي چې تر ۱۸ کلن نظاميتوب او د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې له طالبانو سره تر لسګونو نښتو وروسته، وېره لري چې هسې نه طالبان يې تعقيب کړي او دی يا يې هم کورنۍ له کوم افت سره مخ نه کړي. دی چې ځوانان او نوي ځوان اولادونه لري وايي چې که طالبان دی ونيسي نو کورنۍ يې بل هيڅ ملاتړی نه لري او له سخت حالت سره به مخ شي.
جميل زياتوي: «يو زوی مې ايران ته ولېږه. دی هلته دومره کار کوي چې لاس يې چاته اوږد نشي. زموږ روزګار هم خراب دی. خو بيا هم شکر دی، کولای شو چې په همدې دوکان ګوزاره وکړو. خو که زه نه يم چې دا دوکان وکړم، نو له اولادونو سره به مې څه کېږي؟ هره ورځ نيول او وژل دي. يوه ورځ مو هم ښه خبر وانه ورېد.»
ښايي د جميل اندېښنه به تر هغو نه شو درک کولای چې د ده پر ځای ونه اوسو، خو نه شو کولای چې خپل ځانونه د ده پر ځای کړو. موږ خو ځان ته يو او هغه جميل دی. هغه جميل چې سبا ته هيله نه لري او سهار و ماښام د خپلو اولادونو په اړه اندېښمن دی.
له ده مې وپوښتل چې د دې مشکلاتو د حل لپاره څه پلان لري، ده وويل: «پاسپورټ نه ورکوي. پيسې هم نه لرم چې د کور ټولو غړو ته پاسپورټ واخلم. ورځ او شپه دواړه مې تياره دي. هواوې چې يو څه ګرمې شي، غواړم په قاچاقي ډول ايران ته ولاړ شم. هلته کار کوم او په ډاډه زړه به ژوند کوم. که څه هم چې کډوالي به سخته وي او هغه هم په قاچاقي ډول، خو داسې فکر کوم چې تر مرګ به ښه وي.»
اطلاعات روز ورځپاڼې موندلې ده چې د پروان ولايت له هرې ولسوالۍ څخه په اوسط ډول ۲۲۰ پخوانيو نظاميانو په قانوني يا غير قانوني توګه ايران ته پناه وړې ده. بېکاري، فقر، له مرګه وېره او د طالبانو له خوا لګېدلي محدوديتونه ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه ايران ته د پخوانيو پرواني نظاميانو د تېښتي لوی دلايل ګڼل کېږي.

په همدې حال کې باوري سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې په پروان، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، تخار او بدخشان ولايتونو کې د طالبانو استخباراتو خپل يو شمير جاسوسمان د پخوانيو نظاميانو او د «مقاومت جبهې» په اړه د معلومات راټولولو لپاره ايران ته لېږلي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو له لوري ټاکل شوي افراد د پخوانيو نظاميانو او د «مقاومت جبهې» د افرادو د پېژندنې هڅه کوي، تر څو په سايبري توګه د دې ډلو معلوماتو ته لاسرسی پيدا کړي. اطلاعات روز ورځپاڼه په خپلواکه توګه د دې ادعاوو په اړه څه نه وايي او نه هم طالبانو او يا د ايران حکومت په دې اړه کومې څرګندونې کړې دي.
د ۱۴۰۱ کال د وږي مياشتې پر ۳۰مه نېټه اطلاعات روز ورځپاڼې په پروان ولايت کې د ۱۵۰ پخوانيو نظاميانو د شکنجې او وژنې په اړه راپور ورکړی و. د يادولو وړ ده چې د طالبانو له لوري غير قانوني نيونې په ټول هيواد کې هره ورځ روانې دي.
