طالبانو په تهران کې د افغانستان سفارت ته اووه نوي ډيپلوماټان ولېږل

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په تهران کې يې د افغانستان سفارت ته اووه نوي ډيپلوماټان لېږلي دي.

د دې وزارت په وينا، په تهران کې د افغانستان د سفارت لپاره د دې ډلې شارژدافير فضل محمد حقاني نن (دوشنبه، ۸ د کب) د سفارت چارې په لاس کې اخلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا وايي، چې دې وزارت په دې موخه چې د سفارت په خدماتو کې ځنډ رانشي، اووه نوي ډيپلوماټان لېږلي دي.

هغه ډيپلوماټان، اتشې او سيمه‌ييز کارکوونکي چې د افغانستان د تېر حکومت پر مهال ټاکل شوي و، پرون يې دا سفارت تخليه کړ.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل د افغانستان په کورنيو چارو پسې تړلې چاره ګڼلي او ويلي يې دي چې په دې موضوع کې يې «مداخله» نه ده کړې.

ايرنا خبري اژانس تېره شپه د ايران د بهرنيو چارو وزارت د عمومي اړيکو په وينا راپور ورکړی و چې دې وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت د «تحويل او داخلي بدلونونو» په تړاو شوې ادعاوې رد کړې دي.

د ايرنا په وينا، د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي: «په تهران کې د افغانستان د سفارت تحويل او پکې بدلون (له افغانستان سره تړلې) داخلي چاره ده او د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په ياده موضوع کې هيڅ ډول مداخله نه ده کړې.»

تر دې وړاندې د سيمې څو نورو هيوادونو هم د طالبانو ډيپلوماټان منلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې هيڅ هيواد هم طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه دي پېژندلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه