اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې د څو لسيزو جګړې له کبله دا هيواد يو له هغو هيوادونو دی چې پراخه ځمکه يې په چاودېدونکو توکو لړلې ده.
دې دفتر نن (دوشنبه، ۸ د کب) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د چاودېدونکو موادو د شنډولو، د ماينونو د پاکولو، د خطر په اړه د زده کړو او پاتې شونو د ملاتړ لپاره ۱۸.۳ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده.
کله–کله د هيواد په بېلابېلو سيمو کې خلک له جګړو د پاتې مهماتو او ماينونو قرباني کېږي.
ويل کېږي چې د افغانستان ۶۰۶ کيلومتره مربع خاوره په ماينونو چاودېدونکو توکو لړلې ده.
