اطلاعات روز: ايټالوي رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هيواد په ختيځو ساحلونو کې د مهاجرو د يوې کښتۍ تر ډوبیدو وروسته لږ تر لږه ۳۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ANSA خبري اژانس ليکلي، چې د کروتون ولايت په «ستکاتو دی کورتو» ساحل کې شاوخوا ۲۷ مړي موندل شوي دي. د دې رسنۍ په وينا، ډېر نور مړي په اوبو کې ليدل شوي دي.
د دې خبري اژانس په وينا، اوس مهال د قربانيانو شمېر ۳۳ دی خو ښايي د قربانيانو شمېر زيات شي.
د رويټرز خبري اژانس په حواله Adnkronos خبري اژانس هم ويلي، چې په کښتۍ کې تر سل زيات نفر سپاره و.
د قربانيانو هويت او مليت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
راپور ورکړل شوی، چې د ايران، پاکستان او افغانستان د کډوالو کښتۍ په سمندر کې د هوا د خرابوالي پر مهال له يوې ډبرې سره ټکر کړی او ډوبه شوې ده.
