اطلاعات روز: لوګر او پروان کې سرچینې خبر ورکوي چې نن او پرون دغو ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې دوه تنه د نامعلومو کسانو له لوري د چړې په ګزارونو وژل شوي دي.
لوګر ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، نن (یکشنبه، ۷ د کب) سهار د نامالومو کسانو له خوا د «احمد مصور» په نوم یو ځوان د محمد اغې ولسوالۍ اړوند «سباقي خېلو» سیمه کې د چړې په وسیله وژلی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احمد الله انس ځايي خبریالانو ته دا پېښه تایید کړې او ویلي دي، چې د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې پېل کړې دي.
د دغه وژل شوي ځوان خپلوان وايي، کورنۍ یې له کوم چا سره شخصي دښمني نه لري، خو یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې د نوموړي د کورنۍ ځینې غړو په اوسني نظام کې دنده ترسره کوي.
دغه رواز پروان ولایت کې سرچینې وایي، چې نامعلومو کسانو د دې ولایت په مرکز چاریکار کې یو کس په چاقو وژلی دی.
سرچينې وايي چې یاد کس عنایت الله نومیده او ۳۵ کاله عمر یې درلود چې تېره ورځ ماښام (شنبه، ۶ حوت) د چاريکار ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې وژل شوی دی.
يوې ولسي سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې دا کس «غريبکاره» و او له چا سره يې دښمني نه درلوده. تر اوسه لا هم د نوموړي د وژل کېدو انګېزه نه ده معلومه.
د سرچينې په وينا، عنايت الله درې اولادونه لري چې تر ټولو مشر يې ۱۱ کلن دی.
په همدې حال کې د پروان ولايت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند کامران حبيبي دا پېښه تاييدوي او وايي چې د طالبانو کشفي ځواکونو د دې پېښې د څرنګوالي او قاتلينو د نيولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
دا وژنې داسې مهال کې کېږي چې د وروستيو مياشتو پر مهال په ټول هيواد کې د مرموزو وژنو کچه لوړه شوې ده.
دوې ورځې وړاندې په پروان کې يو کس په تبر سره وژل شوی و او همدا راز لوګر کې د طالبانو د استخباراتو یو کس د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی و چې چا یې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
