طالبانو د کوکنارو کښت بدیل موندلو په موخه سویلي حوزه کې سروې پېل کړې

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په سويلي ولايتونو کې د کوکنارو کښت د اندازې معلومولو او بدیل موندلو په موخه د یوې پراخې سروې خبر ورکوي.

د دغه وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د سروې او تحليل ریيس عبدالحق مطيع کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې ياده سروې يې د طالبانو د مشر د ۳۱ فرمان له مخې چې په ټول هېواد کې یې د نشه‌يي توکو پر کښت بنديز لګولی پېل کړې.

نوموړی وايي، دغه سروې يې د سويلي حوزې د ټولو ولايتونو په ۳۱۵ کليو کې ځکه پېل کړې ترڅو د کروندګرو لپاره د کوکنارو د کښت پر ځای نوی بديل پيدا کړي.

د ده په خبره چې د کوکنارو کرکيلې د کښت معلومولو او په ځای يې د نوي بديل پيدا کولو دغه سروې به د لسګونه تخنيکي ټيمونو له لوري د يوې مياشتې په موده کې بشپړه شي.

عبدالخالق مطيع وويل:« د دې سروې اصلي هدف د کوکنارو د کرلو لاملونه پيداکول، د کوکنارو د کښت بديل په اړه ستونزې په ګوته کول او حقيقي ارقام راټولول دي.»

په ورته وخت کې کندهار کې يوشمېر کروندګرو بیا شکايت کوي چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت تريوه کال بنديدو وروسته اوس هم د دغه بوټي بديل نه دی ورکول شوی.

دوی وایي، نور کښتونه د کوکنارو په څیر ګټه وټه نه کوي.

دوی د طالبانو د سرپرست حکومت او نړیوالو موسېساتو څخه غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کوکنارو داسې بدیل پیدا کړي چې ښه حاصل ورکړي او ګټه یې زیاته وي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۲م کال په اپريل مياشت کې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پرکښت او قاچاچ کلک بندیز ولګوه چې ورسره یو وخت په ټول هیواد د نشه یې توکو بیې دوه برابره لوړې شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه