د فارياب د المار ولسوالۍ اوسېدونکو یوې راټولیدنه کې د برېښنا د تأمين او د اب‌ګردان بند د جوړېدو غوښتنه وکړه

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ په لسګونو اوسېدونکو او ورزشکارانو په دې ولسوالۍ کې د برېښنا د تأمين او د اب‌ګردان بندونو جوړولو په برخه کې د «حکومت» د نه پاملرنې له امله د حق غوښتنې غونډه ترسره کړه.

د حق غوښتنې دې لاريون نن (شنبه، ۶ د کب) د «موږ هم د فارياب ملت يو» او «د برېښنا او بند مستحق يو» په شعارونو سره د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې چې د اب‌ګردان د لوی بند د جوړولو لپاره دې هڅې وکړي او د دولتي برق په ورکولو کې دې د خلکو غوښتنې واوري.

د المار ولسوالۍ د فوټبال فدراسيون مسوول سيد حميد هاشمي وايي، چې د دې ولسوالۍ د کليو د اتلولۍ جام ټورنمنټ چې ۳۲ لوبډلو پکې په اتو ګروپونو کې ونډه اخيستې ده، په دې هدف جوړ شوی چې د اب‌ګردان د بند جوړونې او برق د تأمين غوښتنه وکړي.

جان محمد چې د المار ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب خبرې کولې وویل، چې دا ولسوالۍ د فارياب د مرکز په ۲۵ کيلومترۍ کې پرته ده او سړک يې هم پوخ دی خو په دې ولسوالۍ کې دولتي برېښنا نشته.

د ده په وينا، د دې ولسوالۍ د اب‌ګردان لوی بند جوړولو کار د حامد کرزي د حکومت پر مهال افتتاح شوی و، خو څو ځله لغو شوی دی او لا تر اوسه يې هم کار نه دی شروع شوی.

د فارياب د المار ولسوالۍ ورزشکاران او اوسېدونکي د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ د خلکو مشروع غوښتنو ته دې پام وکړي.

د فارياب ولايت المار ولسوالۍ د هوارو او پراخو ځمکو د درلودلو له وجې د «فارياب د غنمو ګودام» بلل کېږي، خو د کرنې لپاره د اوبو نشتون د دې ولسوالۍ د خلکو او بزګرانو یوه له اساسې ستونزو بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه