د بحران ډله: د طالبانو مشر افغانستان د «فقر او جهالت» خواته بيايي

اطلاعات روز: د بحران ډلې په يوه راپور کې د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو د رهبر فرمانونو ته په اشارې ويلي، چې که يو ديني سالار غواړي چې خپل هيواد فقر او جهالت ته کش کړي، نړۍ د هغه د مخنيوي لپاره څه نه شي کولای.

دې ډلې په خپل راپور کې چې نن (پنج شنبه،۴ د کب) خپور شوی ويلي، چې دا فرمانونه «د طالبانو د تیاره فکره رهبر يا امير هبت الله آخوندزاده له لوري خپرېږي چې خپل ځان يې په کندهار کې پټ کړی دی.»

د بحران ډلې ويلي، داسې ښکاري چې آخوندزاده پر رژيم او افغانستان د واک تر لاسه کولو په حرص کې داسې ښيي چې يو «سپېڅلی» لرليد تعقيبوي.

دې ډلې ويلي: «که يو دين‌سالار وغواړي چې خپل هيواد فقر او جهالت خواته بوزي، له بده مرغه نړۍ بيا د هغه د مخنيوي لپاره څه نه شي کولای؛ البته له بيا تاوتريخوالي پرته.»

د بحران ډلې د خپل راپور په يوه برخه کې ويلي، چې د ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه نه کول نيمه ټولنه ځپي او همدا راز تر جنګ وروسته د اقتصاد ښه کولو لپاره د طالبانو هڅې خرابوي.

په وروستيو مياشتو کې طالبانو په مرستندويو بنسټونو کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو بنديز لګولی دی.

د طالبانو دې پرېکړو ته په ځواب کې ځينو مرستندويو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعاليت درولی دی.

د بحران ډلې ويلي: «مرستندويان په موجه توګه ناهيلي شوي دي، خو هغوی بايد د افغانانو پر هيلو او ارامئ تمرکز وکړي.»

د بحران ډلې په وينا، د نورو بحرانونو او د طالبانو د ملاتړ تورونو له وجې داسې نه ښکاري چې مرستندويان به د ملګرو ملتونو غوښتنو ته سخاوتمندانه ځواب ورکړي.

دې ډلې زياته کړې: «د دې حالت پړه پر طالبانو لوېږي مګر د دې بحران مسووليت تر يوه حده د لوېديځو هيوادونو پر غاړه هم دی، ځکه د هيواد بنسټونه د لسيزو هغې جګړې ويجاړ کړي چې دوی پکې ګډون درلود.»

د بحران ډلې په وينا، د لوېديځ انزوا او د افغانستان د دولت د پانګې مصادره کېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان اقتصاد تر يوه حده غير موثر شي.

د بحران ډلې په راپور کې راغلي: «که له دې پوښتنې چې دا بحران چا را پيدا کړی دی تېر شو، نو لږکي او غريب وګړي يې تر ټولو بدې پايلې زغمي.»

دې ډلې ټينګار کړی چې د طالبانو وحشتناک چلند ته د ځواب ويلو تر ټولو  غوره لاره به دا وي چې د زيانمنونکو ډلو د کړاو او زيان کمولو لارې – چارې وموندل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه