خوست کې په دریو جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي

اطلاعات روز: د خوست ولایت په تڼیو، دوه منده او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې د درې جلا پېښو پر مهال درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۳ د کب)د تڼیو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې له امله یې یو ۲۲ کلن زده کوونکی وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه زده کوونکي په یو خصوصي ښوونځي کې زده کړې کولې او د ځمکې په سر د وسله والې شخړې پر مهال په ډزو وژل شوی دی. 

ورته مهال په دوه منده ولسوالۍ کې هم یو کس د قومي شخړې پر مهال وژل شوی او دوه نور پکې ټپیان شوي دي.

یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه غرمه مهال د «بیکیو او بیرخېلو» قومونو ترمنځ د قومي شخړې په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په حواله چې په دغه پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي، چې وروسته د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري یاده شخړه کنټرول شوې ده.

په دې ولایت کې د وژنو پر دوام په همدې ورځ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم د شخصي دښمنۍ له امله یو کس وژل شوی دی، ځايي سرچینې وايي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په دغه کس یو وسله وال ډزې وکړې.

تر اوسه د رامنځته شویو پېښو په اړه د خوست ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ځمکې، غره او شخصي دښمنیو پر مهال په دغه ولایت کې په تېرو ۱۰ ورځو کې ۵ کسان وژل شوي او تر ۸ نور ټپیان دي، چې دې حالت د خوست اوسېدونکي اندېښمن کړي او د طالبانو له امنیتي ادارو یې د مخنیوي په برخه کې د کوټلو ګامونو اخیستو غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه