حقاني: نړۍ د طالبانو پر وړاندې د خپل سياسي دريځ له امله د افغانستان خلک ته سزا ورکوي

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني کابل کې د جاپان له سفير تاکاشي اوکادا سره د ليدنې پر مهال ويلي، چې نړۍ د دې ډلې پر وړاندې د خپل سياسي دريځ له امله د افغانستان عام ولس ته سزا ورکوي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې په وينا، حقاني ويلي، چې اقتصادي بنديزونو او بانکي محدوديتونو د افغانستان خلکو ته زيان رسولی دی.

ده ويلي: «د تحريم سياست د هيچا په ګټه نه دی. يوازې خبرې او تفاهم کولای شي ستونزې حل کړي. متأسفانه نړۍ زموږ په وړاندې په خپل سياسي موقف سره عام خلک مجازات کوي چې هیڅ انصاف نه دی.»

حقاني ويلي، که نړيواله ټولنه په ښه نیت رامخته شي نو، «هيله شته چې د بې‌باورۍ اوسنۍ فضا به بدله او د تفاهم ژبه به را پيدا شي.»

د طالبانو د کورنيو چارو وزير همدا راز زياته کړې، چې د دې ډلې حکومت ته ستونزې په ميراث پاتې دي، خو د حل کولو لپاره يې هڅې کوي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د جاپان د سفير په وينا راغلي، چې دی هيله لري چې په راتلونکي تعلیمي کال کې به د ښځينه‌وو د تحصيل پر وړاندې هيڅ خنډ نه وي.

نوموړي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او ننګونو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار بنديز پر دې ډلې د نړيوالې ټولنې د فشار يو دليل بلل کېږي.

تازه اروپايي هيوادونو اعلان کړی، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په خاطر غواړي پر دې ډلې بنديزونه ولګوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه