اطلاعات روز: طالبانو هرات کې دوه تنه په غلا تورن کسان وژلي او د هغوی مړي يې ښار کې نندارې ته ايښي دي.
په هرات کې د طالبانو امنيه قومنداني وايي، چې دا دوه نفره د دې ډلې له ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
طالبانو د دې دوو کسانو مړي نن (سېشنبه، ۲ د کب) په هرات ښار کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د خپرو شويو انځورونو له مخې، د يوه مړي پر مخ ليکل شوي: «څوک چې پر مجاهدينو ډزې کوي … يا هم غلا کوي له دې، دې عبرت واخلي.»
طالبانو تر دې وړاندې هم په غلا او انسان تښتونه تورن افراد وژلي او د هغو مړي يې په ښار کې نندارې ته ايښي دي.
د طالبانو دې کار نيوکې را پارولې او نيوکه کوونکي وايي، چې تورن افراد بايد محاکمه شي.
