د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو بنديز؛ په غور کې د زده کړو شاليد او بهير

انځور: خواله رسنۍ

د امان الله خان تر حکومت وړاندې د ښځو او نجونو زده کړې محدودې وې او يوازې ديني زده کړې ورته په کور کې ورکول کېدلې. د امان الله خان په پاچاهۍ کې د نجونو لپاره د زده کړو زمينه برابره شوه او په هيواد کې د نجونو لپاره ځانګړي ښوونځي جوړ شول. د نجونو لومړنی مکتب د ۱۲۹۹ کال پر مهال په کابل کې جوړ شو او په دې ښوونځي کې د زده کوونکو شمېر ۴۰ تنه و. په دې وخت کې د ښځو زده کړې کمه وده وکړه او حتا ځينې نجونې د لوړو زده کړو لپاره له هيواده دباندې هم ولاړې. د ۱۳۰۷ کال پر مهال د حبيب الله کلکاني په نهه مياشتني حکومت کې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او له محرم پرته د ښځو پر تګ – راتګ بنديز ولګېد.

د محمد ظاهر شاه د حکومتولۍ پر مهال په هيواد کې يو ځل بيا ښځو او نجونو ته د زده کړو زمينه برابره شوه او له سياسي پلوه هم د ښځو لپاره د پرمختګ او رشد فرصتونه برابر شول. په همدې وخت کې ښځې په لومړي ځل تر وزارت او وکالت پورې ورسيدلې. د ظاهرشاه د حکومت په لومړيو کې د زده کوونکو شمېر ډېر کم و، خو د ده د حکومت تر وروستيو پورې يې شمېر ډېر زيات شوی و.

د ښځو د زده کړې بهير ډېرې لوړې او ژورې ليدلې دي. د مجاهدينو په څلور کلنه دوره کې چې سخته کورنۍ جګړه روانه وه، د ښځو زده کړې ونه دريډلې، خو د يوې فتوا له مخې د هلکانو او نجونو ګډې زده کړې او کار ممنوع اعلان شول. د طالبانو د نظام په راتلو سره هر څه بدل شول.

د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې زده کړې ښې وې او کيفيت يې هم بهتر شوی و. خو کله چې د ۱۳۶۰ پر مهال افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له خوا اشغال شو او تر دې وروسته په هيواد کې کورنۍ جګړه پېل شوه نو د زده کړې او روزنې بهير هم وپاشل شو.

د زدکړييزو چارو کارپوهان وايي، چې که څه هم هغه مهال زدکړييز مرکزونه کم و، خو کيفيت يې ښه و. د داود خان د حکومت پر مهال په هيواد کې زده کړې جبري شوې او ټول مجبور و چې ښوونځي ته ولاړ شي او درس ووايي.

په غور ولايت کې يوه کارپوه چې د ظاهرشاه پر مهال د ښوونځي زده کونکی و، وايي چې هغه مهال مسلکي ښوونکي نه و او زدکړييز بهير د ملايانو له خوا مخته وړل کېده. د ده په وينا، تدريسي بهير يوازې لوست کول و.

دی وايي: «له ښوونځي، له درس او ښوونکي پرته هيڅ هيواد پرمختګ نه کوي. کوم وخت چې موږ زده کوونکي و، زيات وخت تېر شوی دی او ډېر بدلونونه راغلي دي. هغه مهال يوازې لوست کول و، بيا د تدريس اصول و او تر دې چې دا نوی سيسټم راغی. په هغه وخت کې د ۱۲ پاس زده کونکي نه و، د زده کړې بهير د ملايانو له خوا مخته وړل کېده. په کېميا، فيزيک او رياضي څوک خبر نه و.»

دی همدا راز د ښوونځيو د کمښت په اړه وايي: «د ظاهرشاه په وخت کې په غور کې پنځه ښوونځي و؛ يو ښوونځی په فيروزکوه کې و او څلور نور مکتبونه په تيوره، ساغر، تولک او لعل وسرجنګل ولسواليو کې و. موږ تر شپږم ټولګي په ولسوالۍ کې درس ووايه او تر نهمه مو په فيروزکوه کې او تر دې وروسته هرات ته ولاړو. غور هغه مهال يوه ولسوالي وه. موږ به د درس ويلو لپاره له غوره هرات ته پیاده تلو. په هغه وخت کې د درس کيفيت ډېر ښه و. خصوصي زدکړييز مرکزونه او پوهنتونه بيخي نه و.»

د چارو دا کارپوه په هغه وخت کې د زدکړييز بهير د جبري والي په اړه خپله خاطره داسې بيانوي: «زده کوونکو چې به هغه وخت استاد او حتا خدماتي اجير ليد نو د ويرې احساس به يې کاوه. موږ چې کله د مکتب په درېيم ټولګي کې و، يوه ورځ په پسرلي کې له خپلو ملګرو سره رواش ته تللي و. د ښوونځي خدماتي اجير لس کيليوميټره لار ووهله او په موږ پسې راغی او له غره يې ښوونځي ته راوستلو. کله چې راغلو ښوونځی رخصت شوی و. د مکتب سرمعلم موږ تأديب کړو او تر دې وروسته مو بيا هيڅکله غير حاضري نه ده کړې.»

۱۵ کاله وړاندې غور ولایت کې د یوه ښوونځي انځور: انځور: خواله رسنۍ

د طالبانو راتګ

د زده کړې او روزنې بهير چې د ظاهرشاه د حکومت له پيله او بيا د مجاهدينو تر وخته ښه و او نجونو هم کولای شول چې ښوونځي  ته ولاړې شي، خو په ۱۹۹۶ کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته حالات بدل شول. ښځې او نجونې پر کور کينول شوې او ګڼ بنديزونه پرې ولګيدل.

په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال، د علمي درسي ځايونو پر ځای ديني مدرسې زياتې شوې او ديني زده کړې پراخې شوې.

په وروستيو شلو کلونو کې زده کړې

په تېرو شلو کلونو کې هېواد کې د پوهنې بهير په بې ساري ډول وده کړې وه. انځور: خواله رسنۍ

د جمهوري حکومت په تېرو شلو کلونو کې زده کړې او روزنې په هيواد کې بې مخينې پرمختګ وکړ. په ټول هيواد په ځانګړې توګه غور کې ښوونځي، پوهنتونونه او خصوصي زدکړييز مرکزونه فعال شول.

تر دې وړاندې په غور کې کم شمېر ښوونځي و او د پوهنتونو او زدکړييزو مرکزونو په اړه خو څوک خبر هم نه و، په دې ولايت کې يو دولتي پوهنتون له بېلابېلو دولتي پوهنځيو سره جوړ شو. همدا راز په ټول ولايت کې په بې مخينې توګه د ښوونځيو شمير زيات شو. په مرکز او يو شمير ولسواليو کې زيات زدکړييز بنسټونه د ښوونيزو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د زده کوونکو او محصلينو لپاره جوړ شول.

په غور ولايت کې کارپوهان وايي، چې د جمهوريت د حکومت تر سقوط وړاندې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر ۸۰۰ زيات (ابتدائيه، متوسطه او لېسه) ښوونځي و چې اوس هم فعال دي. له ښوونځيو سره – سره، يو شمير خصوصي زدکړييز مرکزونه په فيروزکوه ښار او يو شمير ولسواليو کې نجونو او هلکانو ته د زدکړييزو خدماتو د وړاندې کولو په موخه فعال و.

د دوی په وينا، په غور کې تقريبا ۲۰۰ زره نجونې او هلکان ښوونځي ته تلل. د نجونو لپاره زدکړييزه زمينه په ډېر ښه ډول برابره شوې وه. يو دولتي پوهنتون، په فيروزکوه ښار کې د تربيه معلم يو مرکز او په يو شمير ولسواليو کې د زدکوونکو پنځه ملاتړي مرکزونه اوس هم په دې ولايت کې فعال دي. همدا راز تخنيکي انسټيټيوټ چې د تخنيک او زراعت په څانګو کې فعاليت کوي هم د جمهوري حکومت پر مهال فعال شوي او زيات ځوانان او نجونې په دې برخه کې په زده کړو مصروف و. په فيروزکوه ښار او لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې څو مکتبونه او خصوصي انسټيټيوټونه فعال دي.

په جمهوري حکومت کې د تېرو شلو کلونو پر مهال، د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې ښه زمينه په غور ولايت کې برابره شوې وه. همدا راز ښځو او نجونو کولای شول چې په بېلابېلو فرهنګي او ټولنيزو برخو کې کار وکړي. د ښځينه حقونو د فعالانو په وينا، د ښځو او نجونو لپاره د پرمختګ زمينه په شه ډول برابره شوې وه.

د طالبانو بيا راتګ

په تېرو شلو کلونو کې نجونې له ډار پرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته تللې. انځور: خواله رسنۍ

طالبانو تر بيا راتګ وروسته د افغانستان پر ښځو او نجونو زيات بنديزونه لګولي دي. تر ۵۰۰ زياتې ورځې کېږي چې تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي  ته نه شي تللای. د طالبانو پر دې پرېکړه له نيوکو سره – سره، لا هم تر يو نيم کال زيات وخت کېږي چې ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي بلکې پر ښځو او نجونو نور بنديزونه هم لګول شوي دي.

طالبانو د ښوونځيو تر تړلو وروسته پوهنتونونه او زدکړييز مرکزونه هم د ښځو او نجونو پر مخ تړلي دي او په غير دولتي بنسټونو کې يې د هغوی د کار مخنيوی هم کړی دی، د دوی پر دې پرېکړه په ملي او نړيواله کچه سختې نيوکې شوې دي.

طالبان او ښځې

غور کې د یوه ښوونځي نجونې د مکتب څخه د وتلو په حال کې . انځور: خواله رسنۍ

د ښځو د زده کړو او همدا راز د دوی د کار په اړه د طالبانو د مشرانو نظريات او ليدونه مختلف دي. د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزی د ۱۴۰۱ کال د ميزان پر پنځمه په يوه غونډه کې وويل، چې په هيواد کې د ښځينه مکتبونو ژر خلاصون غواړي. ده وويل: «تعليم پر نر او ښځه فرض دی او د نجونو د تعليم پر وړاندې هيڅ شرعي مشکل نه شته.» په همدې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست وزير د عصري علومو زده کړه مباح ګڼلې وه.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو د مشرانو تر منځ د اختلاف په اړه د شکونو تر زياتېدو وروسته، تېره میاشت (شنبه، ۲۹ د سلواغې) د طالبانو تر واک لاندې له «ملي ټلويزیون» څخه په خپره شوې وينا کې ستانکزي ويلي، چې دوی د خپل امير اطاعت کوي خوښ وي او که ناخوښ، ځکه له هغه سره يې بيعت کړی دی.

همدا راز د ۱۴۰۱ کال د وږي پر ۲۰مه د طالبانو د پوهنې وزير په ارزګان ولايت کې د يوې غونډې پر مهال وويل، چې د ښځينه ښوونځيو نه خلاصون فرهنګي ستونزې دي او ويلي يې و «په لېرې پرتو سيمو کې خلک نه غواړي چې خپلې ځوانې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي».

په غور ولايت کې کارپوهان زده کړه د ټولو نجونو او هلکانو حق بولي او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو، پوهنتونو او زدکړييزو مرکزونو دروازې خلاصې کړي او همدا راز ښځو ته چې د ټولنې نيمه برخه دي په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې د کار کولو اجازه ورکړي د دوی په وينا، زده کړه په ټولنه کې د انساني افرادو تر ټولو لومړنی انساني حق دی.

د غور يو اوسېدونکی محمد کريم د زدکړييزو مرکزونو د تړل کېدو په اړه داسې وايي: «وروسته تر دې چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې ښوونځي وتړل، لور او لمسۍ مې ښوونيز مرکز ته تلې، تر دې چې طالبانو هغه هم وتړل. اوس دوی پر کور ناستې دي. يوه اونۍ يې ژړل چې طالبانو موږ ښوونيز مرکز ته له تللو منعه کړې يو.»

د غور ولايت د اوسېدونکو او کارپوهانو په اند، اوسنۍ ټولنه زياتو تعليم لرونکو ځوانانو او نجونو ته اړتيا لري او طالبان بايد ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو ته د نجونو د تلو زمينه برابره کړي. د دوی په اند، د يوه هيواد شوکت له ښوونځي سره تړلی دی، او د ټولنې مهم اغېز لرونکي قشرونه لکه انجينران، ډاکټران، خبريالان او نور د ښوونځي افراد دي.

په غور کې د خصوصي ښوونيزو مرکزونو يو شمير مسوولين هم وايي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو بنديز د دوی پر کار او فعاليت منفي اغېز کړی دی.

د دوی په وينا، پخوا په فيروزکوه ښار او يو شمير ولسواليو کې زياتو نجونو په خصوصي ښوونيزو مرکزونو کې زده کړې کولې، خو د نجونو پر وړاندې د طالبانو له خوا د ښوونيزو مرکزونو تر تړل کېدو وروسته اوس هغوی پر کور ناستې دي.

اوس مهال د غور ولايت په مرکز او يو شمير ولسواليو کې ۸۳۰ ابتداييه، متوسطه او لېسه ښوونځي، ۲۱ ديني مدرسې، پنځه د تربيه معلم مرکزونه، پنځه تخنيکي او مسلکي مرکزونه او تر لس زيات خصوصي ښوونيز مرکزونه فعال دي.

د زده کړو اوسنی حالت

په غور ولايت کې د ښځو چارو فعالان وايي، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان ځوان قشر سخته ضربه ليدلې.

په غور ولايت کې د ښځينه حقونو يوه فعاله وايي: «که يوه ښځه بې‌سواده وي نو راتلونکي پنځه نسلونه به بې‌سواده وي ځکه د ماشومانو زده کړه او روزنه د هغوی په مور پورې اړه لري، کله چې مور بې‌سواده وي، ټول ماشومان يې هم بې‌سواده پاتې کېږي.»

د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو تړل د افغان ښځو او نجونو پر روح او روان منفي اغیز کړی او هغوی یې په رواني ناروغیو اخته کړې دي.

د ښځينه حقونو د دې فعالې په اند، د نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د ښوونځيو، پوهنتونو او ښوونيزو مرکزونو تړل کېدل د افغانستان د ښځو او نجونو پر روان منفي اغېز کړی دی او هغوی يې په رواني او روحي مرضونو اخته کړې دي. دوی وايي چې يوازې ښوونځی، پوهنتونونه او ښوونيز مرکزونه د ښځو او نجونو د پرمختګ زمينه برابروي او له همدې لارې کولای شي خپلو اهدافو ته ورسېږي.

د ښځينه حقونو دا فعاله همدا راز وايي، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو، پوهنتونو او ښوونيزو مرکزونو تر تړل کېدو وروسته په غور کې ديني مدرسې زياتې شوې دي او يو شمير نجونې هم اړې شوې دي چې دې مدرسو ته ولاړې شي. دې وويل: «په غور کې ديني مدرسې ډېرې شوې دي. موږ ديني مدرسو ته احترام لرو، خو په دې مدرسو کې د نجونو لپاره د پرمختګ زمينه نه شته. غور يو لېرې پروت ولايت دی او د جمهوريت پر مهال هم ورته کمه پاملرنه شوې او اوس هم پر نجونو ډېر بنديزونه لګېدلي دي، له امله يې هغوی مجبورې دي چې په کورو کې پاتې شي او يا هم جبري ودونه ومني. که د نجونو پر وړاندې ښوونيز مرکزونه خلاص نه شي، د جبري ودونو شمېر به زيات شي.»

د سرچينو په وينا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د غور په مرکز او ولسواليو کې د دې ولايت د معارف رياست له لوري تر ۱۰۰ زياتې مدرسې جوړې شوې دي.

د ښځينه حقونو دا فعالان همدا راز وايي، چې د ښوونځيو تر تړل کېدو وروسته يو شمير نجونو خياطۍ ته مخه کړې خو، دا کسب هم ترې طالبانو اخيستی دی. د دوی په وينا، په تېر يوه نيم کال کې چې د طالبانو له لوري ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونيز مرکزونه د نجونو پر وړاندې تړل شوي، افغانستان په ډېر بد ډول شاته تللی دی.

په غور ولايت کې يو شمير ښوونکې او زده کوونکې هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو د تړل کېدو له وجې اندېښمنې دي او وايي چې د طالبانو دې بنديزونو د دوی پر روح او روان بدې اغېزې کړې دي.

يوه زده کوونکې وايي: «نجونې ټولې پر کورونو ناستې دي. په خپله مې ډېر زړه غوښتل چې ښوونيز مرکز ته ولاړه شم، خو وتړل شو او زما پر روح او روان يې بد اغيز کړی دی. نجونې په کورونو کې کتاب او انټرنيټ ته لاسرسی نه لري او نه شي کولای چې موضوعات پيدا او مطالعه کړي. عمومي کتابخانې هم نه شته. موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د نجونو پر وړاندې دې د ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو دروازې خلاصې کړي تر څو هغوی خپلو هيلو ته ورسېږي.»

د نجونو زدکړييز راتلونکی

تر ۵۰۰ زياتې ورځې کېږي چې د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر وړاندې ښوونځي تړل شوي دي، همدا راز ښځې او نجونې پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو ته له تلو هم بندې شوې دي او په غير دولتي بنسټونو کې يې پر کار کولو هم بنديز لګول شوی دی. د طالبانو دې کارونو په ملي او نړيواله کچه زياتې نارضايتۍ را پيدا کړې دي.

په غور ولايت کې د زدکړييزو چارو کارپوهان او د ښځينه حقونو فعالانې وايي، چې طالبان د هرې ورځې په تېرېدو د افغانستان پر ښځو او نجونو زيات بنديزونه لګوي. د دوی په وينا، د دې وضعيت دوام د افغانستان د خلکو د شاته پاتې والی سبب شوی دی او په راتلونکي کې د هيواد وګړي زيانمن کوي.

په غور کې د ښځينه حقونو يوه فعاله وايي: «موږ په يوه لېرې پراته او محروم ولايت کې اوس مهال يوازې دوې ښځينه ډاکټرانې لرو، که وضعيت همداسې روان وي او پر ښځو او نجونو د طالبانو بنديزونه دوام وکړي، په راتلونکي کې به خلک له زياتو ستونزو سره مخ شي. په راتلونکي کې به موږ ښځينه ډاکټرانې او ښوونکې ونه لرو، ځکه اوس مهال طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونيز مرکزونه تړلي دي. دا حالت به پر راتلونکي ډېر بد اغېز ولري.»

دوی همدا راز وايي، چې د افغانستان پر ښځو او نجونو د طالبانو د بنديزونو دوام د دې سبب کېږي چې خلک له دې ډلې ناراضه شي او له هيواده د وتلو لار ولټوي.

په غور کې کارپوهان وايي، چې افغانستان د پرمختګ او پر ځان بساينې لپاره په بېلابېلو برخو لکه ابتدايي زده کړو، لوړو زده کړو، روغتيا او نورو څانګو کې د ښځو جدي حضور ته اړتيا لري او طالبان بايد ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو ته ولاړې شي او په غير دولتي بنسټونو کې کار وکړي.

پر ښځو او نجونو تعلیم نه کول د ټولنې د شاتګ لامل کېږي. انځور: خواله رسنۍ

له بله اړخه «په علم کې د ښځو او نجونو د نړيوالې ورځې» په پار چې د فبروري له ۱۱مې سره برابرېږي، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو سازمان په خپلو پيغامونو کې په علم او ټکنالوژۍ کې د ښځو او نجونو د زيات ګډون غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په علم کې د نجونو او ښځو په نړيواله ورځ ويلي و چې د ښځو او نجونو زيات حضور د ټولو لپاره يو ښه راتلونکی دی. ده همدا راز وويل چې په علم کې جنسيتي برابري بايد د ښځو د حقونو په تاييد او د کليشو په ماتولو سره رواج کړو.

د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي منشي حسن ابراهيم طه هم له غړو هيوادونو د اسلامي همکاريو د سازمان له بنسټونو غوښتي و چې په علم او ټکنالوژۍ کې د ښځو او نجونو د ټولو حقونو د تضمين لپاره دي هڅې وکړي. د فبروري يوولسمه په علم او ټکنالوژۍ کې د ښځو او نجونو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. سږ کال دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېدله چې طالبانو په زده کړه، تحصيل او کار کې د ښځو پر ګډون پراخ بنديزونه لګولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه