اطلاعات روز: د لوګر ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو لسګونه اوسېدونکو په یوې پراخه غونډه کې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د دوی بېساري قربانیو ته په کتو دې په رغنیزه، پوهنې او روغتیا برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د دغه ولایت ځايي مشرانو دا څرګندونې تېره ورځ (یکشنبه، ۳۰ دسلواغې) هغې غونډې ته کړي چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست هم پکې ګډون کړی و.
قومي مشران وايي، په تېر او اوسني نظام کې څومره چې لازمه وه، ستونزو ته یې رسېدنه نه ده شوې او په دې برخه کې اوس د طالبانو له حکومت غواړي چې لوګریانو ته دې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو برابرېدو لپاره هڅې وکړي.
دوی زیاته کړه، چې د دغه ولایت اوسېدونکو د سر او مال په قربانیو په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو ملاتړ کړی دی.
په همدې حال کې بیا د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني هم د لوګریانو ځینې ستونزې پر ځای وبللې او ډاډ یې ورکړ، چې د حل په موخه به ځانګړې پاملرنه کوي.
لوګر په تېر نظام کې د هیواد له نا امنه ولایتونو ګڼل کېده او له همدې امله دغه ولایت ته د پخواني حکومت له خوا ځانګړې شوې زیاتره پروژې پلې نه شوې.
