د طالبانو ماليې وزارت له ګمرکونو څخه د ۱۰۰ ميليارده افغانيو عوایدو راټولولو خبر ورکړ

اطلاعات روز: د طالبانو د مالیې وزارت وايي، چې د ۱۴۰۱ مالي کال په ۱۱ میاشتو کې یې له ګمرکونو څخه ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

دې وزارت نن (دوشنبه، ۱ د کب) ادعا کړې چې دومره عوايد د افغانستان د ګمرکونو په تاريخ کې بې مخينې دي.

د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډلې تر واکمنۍ وړاندې د ګمرکونو کلنی عايد تر ۷۲ ميليارد افغانۍ زيات نه و.

دې وزارت زياته کړې، چې که څه هم د طالبانو د حکومت له لوري پر لومړنيو خوراکي موادو ګمرکي تعرفه ۶۸ سلنه کمه شوې خو، بيا هم د مالي کال تر ختمېدو وړاندې ګمرکي عوايد ۱۰۰ ميليارده افغانيو ته رسيدلي دي.

د طالبانو ماليې وزارت ادعا کړې، چې د عوايدو بې مخينې زياتوب ښيي چې په ګمرکونو کې مسلکي او ژمن کادرونه ټاکل شوي، د فساد کچه صفر ته رسيدلې او په ګمرکي چارو کې بشپړه روڼتيا را منځته شوې ده.

د تېر حکومت پر مهال په ګمرکونو کې د فساد ادعادې يوه جدي ننګونه وه. د پخواني حکومت د ماليې وزارت سرپرست خالد پاينده يو ځل ويلي و، چې هره ورځ د ګمرکونو له اوو تر اتو ميليونو ډالر عايد د فساد له وجې ورکېږي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان پخوانی حکومت پر بهرنيو مرستو متکي و، خو طالبان وايي، چې سږ کال يې بودیجه له داخلي عوايدو جوړه کړې.

د طالبانو ماليې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال ټوله بودیجه ۲۳۱ ميليارد افغانۍ ټاکلې وه چې له دې څخه ۲۰۳ ميليارد افغانۍ عادي بودیجه وه او ۲۷،۹ ميليارد افغانۍ پرمختيايي بودیجه وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه