د اوسپنې پټلۍ اداره: د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې به ژر د بارونو لېږد پېل شي

اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د هرات– خواف اورګاډي پټلۍ له لارې به ژر د توکو لېږد پېل شي.

د دې ادارې په وينا، د افغانستان او ايران پلاوو د غوريان او روزنک تمځايونو په ګډون د هرات–خواف بيلابيلې برخې کتلې دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان له لوري د غوريان تمځای يې له ټولو تجهيزاتو سره ايران ته سپارلی تر څو ايرانی لوری خپل تخنيکي دفترونه فعال او د هرات–خواف د اورګاډي پټلۍ پاتې نيمګړتياوې بشپړې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، ايراني لوري په ليکلي ډول ژمنه کړې چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ادارې په مرسته به د هرات–خواف اورګاډي پټلۍ تر وري میاشتې وړاندې لوکنوموتيو، تګ–راتګ ته چمتو کړي او په پام کې ده چې لومړنی اورګاډی به له دې لارې افغانستان ته راشي.

د ايران د اورګاډي د کنسرسیوم د پراختيا مدير ويلي: «هڅه کوو چې د روان کال تر پای ته رسېدو وړاندې هرات ته لېږد پېل کړو.»

د هيواد د اورګاډي پټلۍ ادارې ويلي، چې هڅه کوي د هرات – خواف اورګاډي له لارې د لېږد تر پېل وړاندې په روزنک تمځای کې ټولې اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

د دې ادارې په وينا، چې همدا اوس هم د ډیری بندري ادارو لکه نفت او ګاز، د سټنډرډ ملي اداره، افغان پست او ټرانسپورټ وزارت لپاره فعال موقعيتونه مشخص شوي او هڅه کېږي چې د څو ورځو په بهير کې ټولې بندري ادارې فعالې شي.

د هرات – خواف د اورګاډي لار چې ۲۲۶ کيلومټره اوږده ده، افغانستان د ايران د اورګاډي له پټلۍ سره نښلوي. د دې پټلۍ ۷۷ کيليومټره په ايران او ۱۴۹ کيلوميټره يې په افغانستان کې جوړه شوې ده.

د ايران دولت د دې پټلۍ درې برخې جوړي کړې دي. څلورمه برخه د افغانستان په داخل کې پر دوو برخو ويشل شوې وه او د لومړۍ برخې اجرايوي کارونه په ۱۳۹۹ کې پېل شوي و؛ خو ويل کېږي چې تر وروستيو بدلونونو وروسته يې چارې دريدلې وې او يو شمير تجهيزات تخريب شوي هم و.

يو څه وخت وړاندې د طالبانو د اورګاډي پټلۍ ادارې د هرات – خواف د اورګاډي د تاسيساتو رغولو پر مهال ويلي و چې د دې پټلۍ ځينې وسايل غلا شوي او يا هم تخريب شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه