اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزی وايي، چې د دې ډلې د مشر اوامر منل پر ټولو طالبانو واجب دي، ځکه بيعت يې ورسره کړی دی.
نوموړي دا څرګندونې په خپله هغې وينا کې کړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې «ملي ټلويزیون» نن (دوشنبه، ۲۹ د سلواغې) خپرې کړې.
ستانکزی د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف ردوي او وايي، چې سرکشي، بغاوت او مخالفت يې په صفونو کې نشته.
دی ادعا کوي، چې له اميره تر يوه عادي طالبه، ټول «يو لاس او يوه خوله دي».
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل: «هيڅ ستونزه نشته، هيڅوک له يوه – بل سره مخالفت نه لري. د رهبرۍ له خوا چې کومې پرېکړې کېږي، موږ ورته لبيک وايو او اطاعت يې کوو. اوامر يې پر خپل ځان واجب ګڼو، ځکه چې موږ له امير سره په دې لار کې بيعت کړی دی؛ که [دا پرېکړې] خوښې وي او که نه وي.»
ده ادعا وکړه، چې امريکايانو په تېرو ۲۰ کلونو کې ميلياردونه ډالر د طالبانو تر منځ پر اختلاف اچولو مصرف کړي، خو نه دي بريالي شوي.
د دې ډلې د مشرانو تر منځ د اختلاف شکونه د دې ډلې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني تر وينا وروسته ډېر شول چې په خوست کې يې وکړه.
ده په خپلو څرګندونو کې وويل چې خلک له اوسني وضعيت څخه راضي نه دي: «ټول نظام چيلنج کول، بدنامول، منحصر کول … زموږپه ذهن کې په ابتکار بدل شوي دي، خدای دې زموږ نيتونه او اعمال اصلاح کړي.»
د طالبانو د لومړي وزير مرستيال عبدالسلام حنفي هم د نجونو پر زده کړو د بنديز په تړاو ضمني نيوکه کړې وه، ويلي يې و چې د يوه مفتي دنده يوازې «ممنوع کول» نه دي.
د نجونو پر زده کړو بنديز د طالبانو تر منځ د اختلافونو محوري موضوع ګڼل کېږي.
عباس ستانکزي يو څه وخت وړاندې د نجونو پر زده کړو بنديز نقد کړی و او ويلي يې و چې زده کړه پر نر او ښځه «فرض عين» ده.
خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي يې په ځواب کې د عصري علومو زده کړه مباح ګڼلې وه.
