کندهار کې د کرونا واکسین شل ورځنی کمپاین پیل شو

اطلاعات روز: د کندهار ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د کرونا واکسین کمپاین نن (پنج شنبه، ۲۷ د سلواغې) په داسې حال کې پېل شو چې د تېرو درېو کلونو په جریان کې دغلته تر پنځه لکه زیات کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب وایي، یاد کمپاین د کندهار په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق یا (UNCEFF) په تخنیکي همکارۍ او روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) په مالي لګښت د شلو ورځو لپاره پېل شو.

ډاکټر شاداب وایي، هر کس ته دوه ډوزه واکسین کېږي چې لومړي ډوز کې به ۹۲زره ۲۳۰ کسان واکسین شي او په دوهم ډوز کې به ۹۹زره ۹۱۶ تنه واکسین شي.

د هغه په وینا: «دا کمپاین د کندهار ولایت د ۱۷ ولسوالیو له جملې په دولسو ولیوالیو کې پېل شوی او په پاتې پنځو سړو ولسوالیو کې به له ارزګان، زابل او هلمند ولایتونو سره په یوه وخت پېل شي ځکه اوس هلته هوا ډېره سړه ده او په ښه ډول رسېدګي نه کیږي.»

دی زیاتوي چې د سږکال له پېل څخه بیا تر اوسه کندهار کې تر ۱۱زره زیات کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او له هغې ډلې ۲۵۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدارنګه نوموړي وویل، د تېرو درېو کلونو په موده کې کندهار کې ۵ لکه، ۱۵ زره ۴۹۹ تنه په کرونا ناروغۍ باندې اخته شوي او د همدې ولایت د کرونا په دولتي روغتون کې یې درملنه شوې ده.

په ورته وخت کې د کندهار یو شمېر اوسېدونکو بیا وایي، کوم کسان چې د روغتیا ریاست له لوري واکسین کېږي شمیر یې ډېر لږ دی او باید ټولو کسانو ته د واکسین ورکولو زمینه برابره شي.

دوی وایې، یو شمېر خلک اوس هم کندهار کې د کرونا په واکسین باور نه لري او خاصه پاملرنه نه ورته کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې کندهار کې د کرونا وبا پېښې زیاتې شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه