اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې ډلې د مشرانو تر منځ اختلاف ردوي او وايي، چې بهرنۍ کړۍ د نفاق اچولو په لټه کې دي.
د نوموړي دا څرګندونې نن (پنج شنبه، ۲۷ د سلواغې) د طالبانو تر کنټرول لاندې پر «ملي ټلويزیون» خپرې شوې دي.
مجاهد ويلي: «بهرنۍ کړۍ چې د اسلامي امارت (د طالبانو رژيم) د مشرانو تر منځ د نفاق اچولو په لټه کې دي او د هغوی له څرګندونو ناسمه استفاده کوي او اوازې خپروي، دا ارمان به ګور ته يوسي.»
د طالبانو د مشرانو تر منځ د اختلاف شکونه تېره اونۍ په خوست کې د دې ډلې د کورنيو چارو د سرپرست وزير سراج الدين حقاني تر وينا وروسته، زيات شول.
ده په خپلو څرګندونو کې وويل، چې خلک له اوسني حالت څخه راضي نه دي: «ټول نظام چيلنجول، بدنامول، منحصر کول … دا زموږ په ذهن کې په ابتکار بدل شوی دی، خدای دې زموږ نيتونه او اعمال اصلاح کړي.»
د طالبانو د لومړي وزير مرستيال عبد السلام حنفي هم د نجونو پر زده کړو د بنديز په تړاو ضمني انتقاد وکړ، ويې ويل چې د يوه مفتي دنده يوازې «ممنوع کول» نه دي.
تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست يعقوب مجاهد او د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور هم د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کليزې په مناسبت په خپلو خبرو کې د افغانستان د خلکو غوښتنې ته پر پام کولو ټينګار وکړ.
مجاهد ويلي، چې هر وخت بايد د ملت مشروعو غوښتنو ته لبيک ووايو او خلک بايد حکومت ته نږدې شي.
شهاب الدين هم د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، چې له «ملت او مجاهدينو (طالب جنګيالي) مخ اړول به د نظام د سقوط لامل شي».
