فنلینډ افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي

اطلاعات روز: د فنلینډ د کډوالو ادارې اعلان کړی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو د وضعيت «خرابیدو» له کبله افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي.

د هلسينکي‌ټايمز له راپور سره سم، د فنلینډ کډوالو ادارې د افغان پناه غوښتونکو غوښتنليکونو ته د رسيدګۍ تګلارې نوې کړې دي.

د فنلینډ د کډوالو وزارت د پناه ورکولو د څانګې مديرې آنتي لهتينن ويلي، چې يوازې جنسيت به د پناه ورکولو لپاره بسنه کوي، په داسې حال کې چې دا پخوا په ګڼو اړخونو کې يو اړخ د پرېکړي پر مهال به پام کې نيول کېده.

دې ويلي، چې دا يو له وړاندې اخيستل شوی ګام دی چې په افغانستان کې د ښځو بد حالت ته په پام سره د فنلانډ د کډوالو ادارې پورته کړی دی.

له دې سره – سره، د فنلینډ کډوالو ادارې د هزاره وګړو غوښتنليکونو ته د رسيدګۍ تګلارې هم نوې کړې دي.

هلسينکي‌ټايمز ليکلي، چې دا لارښودونه د اروپا د کډوالۍ شورا (EUAA) راپور منعکسوي چې ويلي يې و په افغانستان کې د هزاره وګړو حالت نور هم خراب شوی دی.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، اوس مهال دا نتيجه نشي اخيستل کېدلای چې په افغانستان کې ټول مېشت هزاره وګړي نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري، خو د جنسيت او په هغه سيمه کې چيرته چې داعش بريدونه کوي د ژوند په شمول، د پناه غوښتونکي شرايطو ته پام کېږي.

هلسينکي ټايمز ليکلي، چې په فنلینډ کې افغان ښځو او نجونو ته د پناه ورکولو تصميم يو مثبت ګام دی، خو کولای شي چې د غير قانوني کډوالۍ او د ښځو او نجونو د استثمار لامل شي.

کېدلای شي چې کورنۍ خپلې ښځينه غړې په فنلینډ کې د پناه غوښتنې لپاره په خطرناکو سفرونو روانې کړې چې کېدلای شي هغوی ته جدي ګوښونه پېښ کړي.

تر دې وړاندې ډنمارک او سويډن هم ويلي و چې د افغانستان ښځو ته يوازې د هغوی د جنسيت له وجې پناه ورکوي.

د بشري حقونو څار د دې اقدام هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا تصميم بايد د ټولو هيوادونو لپاره يوه الګو وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه