اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې که نور هيوادونه له دې ډلې سره روښانه او نيک تعامل وکړي، دوی هم «خپلو ديني او ملي ګټو» ته په پام مثبت تعامل ته چمتو دي.
مجاهد دا څرګندونې له افغانستانه د شوري ځواکونو د کليزې په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.
نن (چهارشنبه، ۲۶ د سلواغې) له افغانستانه د شوري ځواکونو د وتلو له ۳۴ مې کليزې سره برابره ده.
طالبانو په دې ورځ رخصتي اعلان کړې او په همدې مناسبت يې په کابل کې مراسم جوړ کړي دي.
د طالبانو وياند د دې ورځې مبارکي ورکړې او ويلي يې دي لکه څرنګه چې «افغانان» د جنګ په ډګر کې بريالي دي، په تفاهم او تعامل کې هم مخلص او ژمن دي.
ده ويلي: «که هيوادونه له موږ سره رغنده او نيک تعامل ته راشي، موږ هم د خپلو ديني او ملي ګټو نظر کې نیول سره مثبت تعامل ته اماده يو.»
مجاهد زياته کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې يو «مشروع، واحد او خپلواک» حاکميت راغلی او د ده په باور چې «د ټولو په خير ده چې له دې فرصت څخه د تفاهم لپاره ګټه واخلي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه هيچا هم طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه دي پېژندلي او په ورته وخت کې د دې ډلې پر وړاندې مخالفتونه هم پر پراخېدو دي.
له بله اړخه، د لوړ پوړو طالب مشرانو وروستۍ څرګندونې هم د دنننيو اختلافاتو کيسې کوي.
د طالبانو د حقاني څانګې مشر سراج الدين حقاني په وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان خلک په اوسني حالت خوښ نه دي او د طالبانو چارواکي دې له انحصاره لاس واخلي. دا څرګندونې د طالبانو پر مشر ضمني نيوکې ګڼل کېږي.
