خلیلزاد: داعش سره مبارزه له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د راتلونکي اړیکو مهمه برخه کېدلی شي

انځور: aa.com.tr

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد داعش د طالبانو او نړيوالې ټولنې ګډ دښمن بللی او ويلي يې دي چې د داعش پر خلاف همکاري «کېدلای شي چې د راتلونکو اړيکو يوه مهمه برخه وي.»

ده چې له طالبانو سره يې د دوحې تړون لاسليک کړی زياته کړې، چې په اوسنيو انتخابونو کې د دې تړون بشپړ پلي کول «تر ټولو غوره» انتخاب دی چې د افغانانو او نړيوالې ټولنې ټولې انديښنې ځوابوي. د دوحې تړون له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د دې هيواد د دولت پاشل کېدلو ته زمينه برابره کړه.

خليلزاد تېره شپه (سې‌شنبه، ۲۵ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي: «داعش د طالبانو او نړيوالې ټولنې ګډ دښمن دی. د داعش پر خلاف همکاري کېدلای شي چې د راتلونکو اړيکو مهمه برخه وي».

که څه هم طالبانو په وار وار په افغانستان کې د دې ډلې له شتونه انکار کړی دی، مګر ځينې وختونه په ځينو سيمو په ځانګړې توګه کابل کې د دې ډلې پر ضد د عملياتو خبر ورکړل شوی.

د طالبانو په وينا د دې دواړو اړخونو تر منځ وروستۍ نښته د کابل ښار په کارته نو سيمه کې د دوشنبې په شپه وشوه.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، داعش ډلې پر ملکي وګړو او ډيپلوماټيکو سيمو د خونړيو بريدونو مسووليتونه منلي دي.

په وروستيو کې راپور ورکړل شو چې سعودي عربستان د امنيتي ګواښونو له کبله په کابل کې خپل سفارت تړلی دی.

په همدې حال کې د ټوليز امنيتي تړون د سازمان د ګډې قومندانۍ رييس آناتولي سيدوروف ويلي، چې د داعش جنګياليو شمېر ۶ زره او ۵۰۰ ته رسېدلی دی چې څلور زره يې د تاجکستان پولې ته څيرمه مېشت دي.

د تاس خبري اژانس له راپور سره سم، نموړي تېره ورځ يوې خبري غونډه کې ويلي چې د داعش د خراسان څانګې غړي زيات شوي دي.

د ده په وينا، د داعش تر څلور زره زيات جنګيالي د تاجکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولايتونو کې مېشت شوي دي.

سيدوروف ويلي، چې د مرکزي اسيا لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه بېلابېلي افراطي ډلې دي چې په افغانستان کې مېشتي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه