اطلاعات روز: د ټوليز امنيتي تړون سازمان د مرکزي قومندانۍ رييس اناتولي سيدوروف وايي، چې د داعش جنګياليو شمېر شپږ زره او ۵۰۰ نفرو ته رسېدلی او څلور زره يې د تاجکستان پولې ته نږدې مېشت دي.
د تاس خبري اژانس له راپور سره سم، نوموړي نن (سېشنبه، ۲۵ د سلواغې) په يوه خبري غونډه کې ويلي چې د داعش خراسان څانګې غړي زيات شوي دي.
د ده په وينا، د داعش تر څلور زره زيات جنګيالي د تاجکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولايتونو کې مېشت شوي دي.
سيدوروف ويلي، چې د مرکزي اسيا لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه بېلابېلې افراطي ډلې دي چې په افغانستان کې مېشتې دي.
د ده په خبره، له دې ډلو څخه داعش يا هم اسلامي دولت او القاعده يې ډېرې خطرناکې دي.
سيدوروف زياته کړې، چې د طالبانو له لوري د قومي او مذهبي لږکيو ځپنه، د دې ډلې تر منځ د يووالي نشتون او زيات اختلافات، د اقتصادي وضعيت خرابېدل او د بشردستانه ستونزو زياتوالی په سيمه کې له بې ثباتۍ سره مرسته کوي.
همدا راز ده ټينګار کړی چې له پورتنيو عواملو سره – سره د نشه يي توکو قاچاق او د وسلې غير قانوني سوداګري د يوې کورنۍ جګړې په وسيله د افغانستان د دويم ځل سقوط شونتيا زياتوي.
