اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې ناپیژانده وسله والو د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو ماشوم له تښتول کیدو وروسته وژلی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی صاحب شاه وایي، چې دوو ناپيژانده وسله والو تېره ورځ مازدیګر مهال د شپږمې ناحیې «خالص فامیلو» څخه د عبیدالله په نامه یو لس کلن ماشوم د خپل کور مخې څخه په موټر سایکل وتښتوه.
نوموړی زیاتوي د عبیدالله جسد نن (سې شنبه، ۲۵ د سلواغې) سهار ځایي خلکو د همدې ناحیې په «هډې» سیمه کې موندلی دی.
نوموړی وایي، یاد ماشوم په ډزو وژل شوی، چې په اصل د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د سلیماخیلو سیمې اوسیدونکی و او د تېر حکومت پرمهال یې کورنۍ د جګړو له امله شپږمې ناحیې ته ګډه شوې وه.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو د پرله پسې هڅو سره سره یې زمونږ تیلیفون ځواب نه کړ.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندیښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې یې طالبان پاتې بولي.
