پر ټول وطن يوه چوپتيا خپره ده، دا چوپتياوې ماتېږي خو طالبان يې ماتېدلو ته نه پرېږدي. په خپله به د ډېرو طالبانو هم زړه غواړي چې حد اقل د هيواد پر بد حالت خوله خلاصه کړي مګر د ويلو جرأت ترې اخيستل شوی. په دوی کې د ستانګزي په څېر خلک پيدا کېدلای شي چې تر يوې کچې خپل متفاوت نظر په ډاګه ووايي. د طالبانو په يکنواخته نظرياتو کې د ستانکزي غوندې د متفاوت فکر پيدا کېدل حيرانوونکي دي او له دې سره – سره طالبان هم هڅه کوي د سطحې اوبه ټولې يو شان وساتي. د اختلاف نه بيانولو دا يخ د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې مات کړی دی.
د طالبانو د کورنيو چارو وزير د ملا يعقوب په ملتيا يو څه وخت وړاندې کندهار ته تللی و او داسې اوازې وې چې غوښتل يې له خپل مشر سره پر ځينو ځانګړو موضوعاتو جدي خبرې وکړي. که څه هم د دې سفر او ليدنې ټول جزييات طالبانو محرم او پټ وساتل، مګر داسې ښکاري چې دوی نه دي توانېدلي خپل مشر قانع کړي چې حد اقل ځينې موضوعات د مصلحت په خاطر ومني بلکې د دې بر خلاف د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په وار – وار ويلي چې نړۍ ته د دين په چارو کې تر مستحب هم نه ور تېرېږي، پر نورو هغو مسايلو خو په هيڅ صورت مصلحت او معامله نه مني چې ده ته ضروري او فرضي ښکاري.
د دوی تر منځ د اختلافاتو موضوعات په فکري لحاظ ژور نه دي، ټول پر ډېرو اساسي او ان جزي موضوعاتو يوه خوله دي، ښايي د طالبانو د رهبرۍ کچې خلک ملا هبت الله ته هيڅکله هم ونه وايي چې د ښځو پر زده کړو بنديز غير اسلامي او يا هم پکې بشري حقونه پايمال شوي دي، ځکه ښايي په فکري توګه دوی له ملا هبت الله سره موافق وي خو دا چې دوی د خپل مشر په پرتله له نړۍ او خلکو سره ډېر مستقيم تعامل لري، فشار مخامخ احساسوي نو داسې انګېري چې په داسې موضوعاتو کې باید د ځينو اصولو په مراعتولو سره له مصحلته کار واخيستل شي او همدا وړانديز خپل مشر ته هم کوي.
ملا هبت الله د خپلو نږدې ملايي همکارانو په شمول يو قبايلي او کليوال ملا دی، خپل ډېر وخت يې په کندهار او د پاکستان د بلوچستان ايالت په کچلاغ سيمه کې تېر کړی دی چې يوه وروسته پاتې سيمه ده. نوموړی ښايي د نړۍ هيڅ پرمختللی ښار نه وي ليدلی او څومره چې زه معلومات لرم، د مدرسې او ملايي کتابونو پرته يې هيڅکله نه دي غوښتي چې نور کتابونه ولولي ان د هغو کتابونو له لوستنې يې هم سخت حقارت درلود چې په ديني موضوعاتو کې به يې د ده مخالف نظر وړاندې کړی و. د يوې سرچينې د معلوماتو پر اساس نوموړي يو وخت د يوه حاجي صيب د کابلي تفسير ډالۍ ځکه نه وه منلې چې د ده په اند دا د وهابيانو تفسير دی او بايد ونه لوستل شي.
د همداسې سختدريځو او انحصاري افکارو له کبله ملا هبت الله يوازې هغه ملايان پر ځان راغونډ کړي چې د ده همدا نظريات تاييدوي او ملاتړ يې کوي او دی هڅوي چې همدا اصلي اسلامي شرعي نظام دی او بايد په بشپړه توګه تطبيق شي. د نوموړي د نفوذ دا ډله تر ډېره حده د جنوبي ولايتونو ملايان دي او ان ملا هبت الله د دې حلقې په منځ کې په دې نظر دی چې د طالبانو اوسنی امارت اصلا هيڅ شرعي نظام نه دی، بلکې دا د خليلزاد، اشرف غني او کرزي جوړ کړی نظام دی چې بايد اصلاح شي. د ده په اند اصلي شرعي نظام د طالبانو د لومړي وخت شرعي نظام دی چې اوس هم بايد په هماغه بڼه پلی شي.
د همدې لپاره نوموړی هڅه کوي چې واک انحصار کړي او د واک د انحصار په موخه يې لومړی کار دا کړی دی چې د کندهار او هرات ولايتونو ګمرکونه يې خپلو نږدې خلکو ته سپارلي دي او له دې لارې غواړي چې خپل مالي عايد زيات کړي او ورسره سم به يې ځواک هم زيات شي. ملا هبت الله د حکومتولۍ په اړه ژور نه پوهېږي او ښايي د خپل حکومت په ډېری تشکيلاتو هيڅ خبر نه وي، د ده لپاره تر ټولو مهمه اداره د امر بالمعروف اداره ده او دی هڅه کوي چې په خپلو انحصاري عايداتو دا اداره پياوړې کړي او هم يې واک دومره زيات کړي چې نور يې پر وړاندې د درېدلو توان ونه لري، يعنې د کورنيو او دفاع چارو وزارتونه او همداسې نورې ادارې ونه کړای شي چې د امر بالمعروف اوامر وننګوي. دی انګېري چې له همدې لارې نه يوازې دا چې له خپل تعبير سره سم اسلامي نظام پلي کولای شي، ورسره سم به خپل ځواک هم پياوړی کړي ځکه ټول ملايان به د ده تر مستقيم امر لاندې وي او هم به يې معاش ورته دی ورکوي. د ځينو معلوماتو پر اساس نوموړی غواړي چې له خپله لوري د هرات او کندهار د ګمرک له عوايدو د امر بالمعروف کارکوونکو ته زيات معاشونه وټاکي او هم يې تشکيلات زيات کړي. په دې توګه به ډېری خلک هڅه وکړي چې د زيات معاش په خاطر امر بالمعروف ادارې ته راشي او هم به د ده تر امر او نفوذ لاندې ډله په بېسارې توګه پراخه شي.
په دې توګه ملا هبت الله د خپل واک او انحصار د پراخونې لپاره د ملایانو په مرسته سختدريځی قبايلي اسلام مخته کوي او تر اوسه پورې په خپله چاره کې بريالی روان دی، که څه هم د ده په اند ډېر زيات بنديزونه چې اسلامي دي، لا هم نه دي لګېدلي او له همدې کبله ناراضه هم دی او پر همدې موضوعاتو يې له سراج الدين حقاني او ملا يعقوب سره اختلافات شته دي.
د ملا هبت الله پر وړاندې د طالبانو درې نورې ډلې دي: د ملا برادر او ملا يعقوب په مشرۍ طالبان چې هغوی هم تر ډېره حده د ملا هبت الله په څېر په جنوبي ولايتونو کې نفوذ لري، د سراج الدين حقاني ډله يا هم حقاني شبکه چې تقريبا ټول ختيځ ولايتونه يې تر شا ولاړ دي او د دې سيمې ملايان د نجونو د زده کړو په څېر په ځينو موضوعاتو کې د کندهاري ملايانو بر خلاف نظر لري او په ښکاره يې بيانوي چې سراج الدين حقاني هم د ملا هبت الله بر خلاف غواړي همدا نظريات پلي شي. درېيمه ډله د ګوانتنامو زندانيان، امير خان متقي او ستانګزي په څېر اشخاص دي. د ګوانتنامو زندانيان په تېرو شلو کلونو کې عملا په ساحه کې نه و، که څه هم د طالبانو ترمنځ نفوذ لري، خو د جګړې پر مهال د عملي نشتون له وجې قوي پلويان او جنګيالي نه لري، له همدې وجې يوازې د خپل شخصيت، پخوانۍ سابقې او نړيوالې پاملرنې له وجې محترم دي. په همدې درېيمه ډله کې ځينې اشخاص لکه ستانکزی او امير خان متقي دي چې که څه هم په تېرو شلو کلونو کې له طالبانو سره يو ځای و مګر په طالبانو کې د قومي وېش له وجې نه جنګيالي لري او نه هم پراخ ملاتړي او نه هم د ملابرادر او سراج الدين حقاني په څېر د جنګي ډلو قومندانان پاتې شوي دي. همدا وجه ده چې د دوی مخالفت او موافقه ډېره مهمه نه ګڼل کېږي او نه هم د طالبانو تر منځ د واک په تعادل کې کوم لوی توپير را منځته کولای شي.
په دې توګه د ملا هبت الله پر وړاندې دوه لوی قوي مخالف جهتونه دي، د ملابرادر او ملا يعقوب په مشرۍ ډله او حقانيان. ملا يعقوب په عين حال کې دا ادعا هم لري چې د امارت بنسټګر خو د ده پلار دی، له همدې وجې دی په دې اړه تر نورو ډېر حقدار دی چې وغږېږي او د امارت مشر تعين کړي. داسې معلومات را وتلي دي چې نوموړي د ملا هبت الله پر ځای د ملا برادر د مشر کېدلو وړانديز کړی دی چې دا په مستقيمه توګه د ملا هبت الله واکمني او انحصار ننګول دي. له همدې وجې له ملا هبت الله سره د واک د ساتنې لپاره يو انتخاب دا پاتې کېږي چې هغه سختدریځی اسلام نور هم ټينګ ونيسي چې ملا يعقوب، ملا برادر او سراج الدين حقاني ورسره موافق نه دي، په دې توګه نوموړی خپل واک د اسلام د پلي کولو په دعوه سره غزوي او په همدې نوم پر ځان په ځانګړې توګه ملايي ملاتړي او مالي منابع راغونډوي.
حقانيان او د ملا برادر او ملا يعقوب په مشرۍ ډله که څه هم په ايډيولوژيک لحاظ ډېر زيات متفاوت نظر نه لري، خو هغوی د ملا هبت الله په پرتله پراګماټيک دي، هغوی د خپل واک يا هم نظام دوام د دوی په اصطلاح په مصلحت کې ويني، هغه مصلحت چې ملا هبت الله ته د اسلام خلاف ښکاري. ملا هبت الله د دوی د قانع کولو لپاره پر ديني استدلال تکيه کوي، هغه څه چې د ده مخالفين يې نشي ننګولای او ورسره د ملا يعقوب او سراج الدين حقاني په وړاندې د طالبانو تر منځ د اطاعت مشهور روايت مخ ته ږدي. لکه څرنګه چې د طالبانو د کندهار والي تېره ورځ وويل چې موږ په سړه او توده کې له «امير المؤمنين» سره بيعت کړی دی او بايد اطاعت يې وشي. ملا هبت الله هڅه کوي چې د اطاعت په جامد او وچ نصيحت سره نه يوازې د طالبانو لوی مشران پر ځان را ټول کړي، بلکې عام پلويان هم په همدې روايت پر ډېری هغو مسايلو چوپوي چې ډېرو ته ناسم ښکاري خو دا چې ملايان له اطاعته سرغړونه په ګناه تعبیروي، نو هڅه کوي عام پلويان د ملا هبت الله د فرمانونو په وړاندې له اعتراض کولو را وګرځوي او قانع يې کړي چې د امير هر امر منل شرعي اطاعت دی او له دې اطاعته وتل ګواکې له اسلامه وتل دي. په دې لړ کې ورته ګڼ روايتونه او فقهي متون مخ ته ږدي او هڅه کوي چې په «اخلاقي» توګه د هغوی خولې وتړي. خو داسې ښکاري چې د اطاعت منتر پر سراج الدين حقاني، ملا يعقوب او ستانکزي سم اغېز نه کوي.
د طالبانو تر منځ اختلاف پر پاليسيو دی، حقاني شبکې او نورو طالبانو ته ځينې پاليسۍ د دوی په وينا د نظام لپاره مهمې دي. سراج الدين حقاني همدا خبره څو ورځې وړاندې په خوست کې وکړه چې انحصار او پر خپله رايه ټينګار نظام ګواښي. زما د معلوماتو سره سم د طالبانو تر منځ د اختلافاتو د حل يوازينی ميکانيزم تر دې مهاله د ورکړې، يو څه ورکړې او ډېرې ورکړې و او په همدې توګه يې مخالف خلک هم سره کېنولي و چې تر يوه حده د دوی په شل کلنه جګړه کې بريالی تکتيک ثابت شوی. اوس چې خبره تر يوه حده له ډېرې ورکړې هم اوښتې او په طالبانو کې حقانيان د ځينو نورو طالبانو په شمول دا فکر کوي چې د ملا هبت الله د ډلې د افکارو او پاليسيو له وجې دوی او يا يې هم نظام د ختمېدو له ګواښ سره مخ دی، پوښتنه داده چې په دې مرحله کې طالبان اختلاف څرنګه حل کوي؟ په جمهوري طريقه کې د دې اختلاف يوه لاره داده چې د طالبانو تر منځ او يا يې هم د يوې طبقې تر منځ ټاکنې وشي او رايه واچول شي خو طالبان پر دې سيسټم باور نه لري او غير اسلامي ورته ښکاري.
څو شونتياوې کولای شي چې راتلونکی لږ واضح کړي، لومړی دا چې طالبان وتوانېږي خپل مشر ملا هبت الله په ځينو مسايلو کې د «مصلحت» په کولو قانع کړي. دا مهال شونې ده چې د دوی تر منځ هغه راپورته شوي اختلافات حل شي چې د همدې مسايلو له وجې را پيدا شوي دي. که ونه توانېږي، يوه لاره داده چې ملا هبت الله له دندې ګوښه کړل شي. خو په دې لړ کې دوې ستونزې دي: يوه دا چې طالبان په تبليغاتي لحاظ ښيي چې د دوی نظام د خلافت د نظام پر پله روان دی، نو د خلافت په نظام کې د خليفه ګوښه کول نشته او نه هم د مسلمانانو په تاريخ کې داسې پېښه شوې ده البته په زور شړل شوی او يا وژل شوی دی چې هغه بېله مسله ده. دويمه ستونزه داده چې طالبان په دې اړه چې که مشر د ټول «نظام» د ګټو پر خلاف روان وي، بايد څه ورسره وشي؟ تر خپل منځ په قانوني توګه او په پرنسيپ کې وضاحت نه لري. دا خبره بايد بيرته دوديز ملايان واضحه کړي او هغوی چې کله فقهي متونو ته رجوع کوي، نو يوازې دا خبره ترې را باسي چې د امير امر منل او اطاعت يې کول واجب دي، تر څو چې ترې کفر بواح نه وي صادر شوی، هيڅوک يې خبره نشي ردولای. په دې صورت کې د طالبانو مخالف رهبران د فقهي متونو پر اساس د ملا هبت الله صلاحيت او واک نشي ننګولای.
يوه بله شونتيا دا پاتې کېږي چې د ملا هبت الله مخالفې ډلې د فقهي متونو مشروعيت ته په تمه نشي او ملا هبت الله په زور ګوښه او يا هم مړ کړي چې په دې صورت کې د راتلونکي مشر د ټاکنې مسله د طالبانو تر منځ له وړاندې جنجالي ده. ملا برادر د ملا يعقوب په مشرۍ له وړاندې ځان د دې منصب وړ ګڼي، خو دا چې ايا حقانيان به يې مشري ومني او که نه؟ ناڅرګنده موضوع ده خو قراين داسې ښيي چې سراج الدين حقاني به خپل اوسني ځواک ته په کتلو راضي نشي چې له ځان پرته يو بل څوک د طالبانو د مشر په توګه ومني.
له دې شونتياوو څخه د لومړۍ شونتيا د عملي کولو هڅې شوې دي او لا هم ښايي روانې وي چې طالبان غواړي خپل مشر په ځينو «مصلحتونو» قانع کړي خو لا هم نه دي بريالي شوي، البته ښايي يوازې دومره يې کړي وي چې د نوموړي د ځينو نورو سختدريځو فرمانونو مخه يې نيولې ده چې دا مخنيوی په خپله يو جنجال زېږوي او ښايي د وخت په تېرېدلو سره نور هم غټ شي.
يوه بله پوښتنه داده چې طالبان ولې خپل اختلافات برملا بيانوي؟ د دې پوښتنې ممکنه ځواب دادی چې دوی تر خپل منځ نه دې توانېدلي چې دا مسله په ډيالوګ حل کړي، اوس به د يوه – بل زور يو بل ماتوي او قانع کوي او په دې لړ کې مهمه داده چې په عامه طالبانو او ان عامه خلکو کې د خپل نظر پلويان زيات کړي چې د ممکنه جدي اختلاف په صورت کې يې ډله غټه وي.
ديکتاتور نظامونه او ډلې په خپل تاريخ کې همداسې يوې مرحلې ته رسېږي. داسې مرحلې او شيبې د دوی برخليک ټاکي. که طالبان وتوانېږي چې د واک د انتقال ميکانيزم روښانه کړي، د مشر صلاحيتونه تشخيص کړي او له ولس سره خپل حقوقي تړاو تعريف کړي، شونې ده چې دوی به د يوې ډلې په توګه د افغانستان په سياست کې د اوږد مهال لپاره پاتې شي. مګر که د دوی چلند او تګلارې هم د دوی له حلقې دباندې له خلکو سره استبدادي وي او هم يې په خپل منځ کې مشري له يوه مستبد کس سره وي، بيا نو ډېرې زياتې شونتياوې او سناريوګانې شته دي چې طالبي واک او وجود ګواښلای شي او پېل به يې د دوی له منځه په يوه خونړي درز سره کېږي.
