ننګرهار کې د هدفي وژنو مخنیوي لپاره پر بې اسناده ریکشاوو بندیز لګېدلی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي اداره وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یې د هدفي وژنو مخنیوي په پار په بې اسنادو ریکشاوو بندیز لګولی دی.

د دې ولایت امنیتي چارواکي وایي، له دې وروسته به هغه ریکشاوې چې بې اسناده وي د پولیسو له خوا نیول کیږي او هغه ریکشاوې چې اسناد لرونکي دي چلوونکي یې بایومیټریک کیږي.

د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنایي ستانکزی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، دا پریکړه د دې ولایت نظامي شورا وروسته له هغې کړې، چې په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو، د چسپکي ماین چاودنو او نورو امنیتي پېښو د زیاتیدو په اړه د خلکو اندیښنې زیاتې شوې.

نوموړی هیله مند دی چې په دې سره په جلال اباد ښار کې ښاري نظم رامنځته او هم به ورسره شته امنیتي ننګونې تر ډیره راکمې شي.

سنایي زیاتوي: «امنیه قومندانۍ له لوري پولیسو ته لارښوونه شوې چې ټولې ریکشاوې ونیسي، ترڅو د اسناد لرونکو او بې اسناده ریکشاوو تر منځ یو توپیر وشي او هم به یې چلوونکي بایومیټریک شي.»

امنیه قومندان همداراز وایي، په یو داسې پلان هم کار روان دی چې له مخې به په جلال اباد ښار کې د هندي ریکشاوو تګ راتګ منظم شي او هم اشترنګي ریکشاوې په ښار بندې او د ولسوالیو په مسیر به تګ راتګ کوي.

سنایي زیاته کړه: «په نیږدې ورځو کې به هغه ریکشې چې په ښار کې تګ راتګ کوي دا به بندې کړو او دغه ریکشې به نور د ولسوالیو په لاینونو تګ راتګ کوي او هم به هندې ریکشې په دوه رنګه وویشو.»

په ورته مهال ریکشه چلوونکي بیا د ولایتي ادارې له لوري د ریکشو پر بندیز نیوکه کوي او وایي، ډیر کله د امنیتي ادارو د بې غورۍ له امله فشار پر دوی راځي.

د شیرولی او عزیز الله دوه ریکشه چلوونکو اطلاعات روز ورځپاڼې سره پر ولایتي ادارې غږ وکړ چې د دوی ستونزې دې په نظر ونیسي.

هغوی زیاتوي: «پولیس له تیرو دوو ورځو راهیسې اسناد لرونکي او بې اسناده نه ګوري او نیسي مونږ دې حالت اندیښمن کړي یو، نو له مسولو چارواکو غوښتنه کوو چې مونږ ته د تګ راتګ اجازه راکړي.»

بل لور ته که څه هم د نظر خاوند حیات الله حمیدي د امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه جلال اباد ښار کې د بې اسناده ریکشو پر بندیز خوښ دي، خو له اړونده ادارو غوښتنه کوي چې اسناد لرونکو ریکشو ته دې په ښار کې د بیرته تګ راتګ اجازه ورکړي.

حمیدي زیاته کړه: «زه د ولایتي ادارې دپریکړې ستاینه کوم، خو هیله مې دا ده چې هغه ریکشې چې اسناد لري باید اجازه ورکړي، ځکه له یوې د ډیرو کورنیو ورځنۍ نفقه د همدې ریکشو پورې تړلې ده.»

جلال اباد ښار کې له وروسته له هغې پولیسو ته د هر ډول ریکشو د نیول کیدو امر وشو، چې په روانه اوونۍ کې د همدې ریکشو څخه په ګټې اخیستنې وسله والو کسانو درې پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه