اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د محلي راډيوګانو کارکوونکي او مسوولين د راډيو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له سرپرست حکومت او ځايې ولايتي چارواکو څخه غوښتنه کوي ترڅو په دغه ولايت کې د رسنيو پر وړاندې خپل ټول محدوديتونه ختم کړي.
په داسې حال کې چې د فبرورۍ ۱۳مه د راډيو د نړیوالې ورځې په مناسبت نومول شوې خو، ورسره يو وخت په هېواد کې دننه او په خاصه ډول کندهار کې پر محلي راډيوګانو د طالبانو له لوري زيات محدوديتونه لګېدلي چې نیمایي یې تړل شوې دي.
کندهار کې د «زېور» په نوم د يوې تړل شوې محلي راډيو کارکوونکی نياز محمد فهیم وايي، ياد ولايت کې د طالبانو د محدويتونو له کبله ورځ تربلې محلي راډيوګانې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او خلک ورڅخه واټن اخلي.
هغه زياتوي، د طالبانو له لوري په بېلابېلو برخو کې پر محلي راډيوګانو محدوديتونه لګوي او ترڅنګ یې د رسنيو کارکوونکو ته ارزښت نه ورکول هغه څه دې چې د محلي راډيوګانو د بندېدو سبب کرځي.
د فهیم په وينا: « ډېری رسنۍ نشي کولای چې خپل مالي لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ورکړي چې له هغې ډلې زياتې تړل شوي او نوري د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي، په تېر حکومت کې به موسېساتو او حکومت محلي رسنيو ته اعلانات ورکول او همکاري ورسره کول خو اوسنی حکومت هيڅ مرسته نه ورسره کوي.»
همدارنګه په دې ولايت کې د «تبسم» محلي راډيو يوې ښځينه کارکوونکې چې نه غوښتل نوم یې ياد شي، وايي، د طالبانو راتګ سره یې خپله دنده له لاسه ورکړې.
نوموړې وايي، غوښتل يې چې په راتلونکي کلونو کې د يوې زړورې خبريالې په حيث د ټلويزيون پر پرده باندې کار وکړي خو دا ارمانونه يې پوره نشول.
د دې له قوله چې د طالبانو امر بالمعروف رياست د ياد ولايت په ټولو محلي راډيوګانو او ټلويزيونو کې د ښځينه کارکوونکو، پر غږ او خپرونو بنديز لګولی.
د محلي راډيو دغه پروډيوسره زياتوي: «دلته نور زموږ لپاره په رسنيو کې ځای نشته، ښځينه اورېدونکې خپرونو ته د زنګ وهلو اجازه نه لري، زموږ پر غږ هم بنديز لګېدلی، ميرمنې په راډيو او ټلويزيون کې کار نشي کولای، هيڅ محلي راډيو سندرې نشي نشرولای.»
په ورته وخت کې کندهار کې د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مشر محمد يار مجروح بیا وایي، د طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته کندهار کې شپږ محلي راډيوګانې تړل شوي چې له هغې جملې يوازې درې سږکال د مالي منابعو نشتون له کبله تړل شوي.
مجروح زیاتوي، دغلته په مجموع کې د رسنيو خراب اقتصادي حالت د دې سبب ګرځېدلی چې د محلي راډيوګانو لسګونه کارکوونکي بې دندې شي او له رسنیز فعالیتونو پرشا شي.
دی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو کندهار او نورو ولايتونو کې محلي راډيوګانو د کارکوونکو معاشونه ورکړي او مالي ملاتړ يې ترسره کړي.
کندهار کې د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مشر وويل: « د رسنيو د ملاتړ لپاره دې د طالبانو حکومت پنډ ځانګړی کړي ترڅو ورسره بیکاره شوي کسان له سره پر کار شي او تړل شوي رسنۍ بېرته خپل فعالیتونه له سره پېل کړي، که دغه رسنۍ له بهر څخه ملاتړ کوونکي ولري نو تل به د طالبانو په حکومت نيوکې کوي نو زموږ غوښتنه داده چې طالبان دې خپله محلي رسنيو ته پنډ ورکړي.»
دغه راز د طالبانو د امر بالمعروف رياست نږدې اووه مياشتې وړاندې په دغه ولايت کې د ښځو پر غږ، په راډيويي خپرونو کې د ښځينه پروډيوسرانو پر ګډون او د ښځينه اورېدونکو پر غږ بنديز ولګوه.
ياد رياست په ټولو محلي راډيوګانو کې د موسيقۍ او سندرو پر نشرولو بنديز لګولی او دغه راز يې د رسنيو مسوولينو ته سپارښتنې کړي ترڅو د خبرونو له زيګنالونو هم بېلابېل غږونه لېري کړي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو راتګ وړاندې دې ولايت کې شاوخوا ۱۳ محلي راډيوګانو فعاليت درلود چې د دې ډلې راتګ سره تر دې مهاله شپږ محلي راډیوګانو خپل فعالیت درولی دی.
زما، کليد، تبسم، څانګه، ملت غږ، تعليم الاسلام، تعليم القران هغه راډيوګانې دي چې اوس هم کندهار ولايت کې فعالې دي.
همدارنګه راز نړۍ، روبنا، ميرمن، وړانګه، سما او هيواد هغه راډيوګانې دي چې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته يې په تېر او سږکال کې خپل فعاليتونه درولي دي.
