لوګر کې پانګوال: د ځای او بریښنا کموالی د پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه دي

اطلاعات روز: لوګر ولایت کې پانګوال وايي، د مناسب ځای او بریښنا کموالي له امله نشي کولی چې په پراخه کچه په دغه ولایت کې پانګونه وکړي.

دوی زیاتوي، که څه هم د پانګوالو په وړاندې شته امنیتي ستونزې تر یو بریده هوارې شوي، خو د پانګونې لپاره د بریښنا کموالی او مناسب ځای نشتون لویه ستونزه بلل کیږي.

د لوګر ولایت اوسېدونکی او پانګوال نور احمد وايي، د بریښنا زیاتې پرچاوي، لوړې مالیې او د مناسب ځای نشتون برخې کې د شته ستونزو ډېرېدو له امله نه یوازې په دې ولایت کې نوره پانګونه نه ده شوې بلکې ځېنې فعاله تولیدي فابریکو هم خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

هغه د طالبانو له اړونده ادارو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې د سوداګرو او پانګوالو په مخ کې پراته خنډونه لېرې او د پانګونې لپاره دې اسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي وویل: «دلته لوګر کې مونږ له اوسني امنیت خوښ یو، خو د پانګونې برخه کې بیا ځینې نورې ستونزې هم لرو، مثلاً بریښنا کمه ده، مناسب ځای نشته چې هلته یو څوک په لویه کچه فابریکه جوړه کړي او بل مالیه لوړه ده، نو له همدې امله زه دلته پل عالم کې د ډېرو فابرېکو مسوولین پېژنم چې کارونه یې ځنډولي دي.»

په همدې حال کې بیا تېره ورځ په لوګر ولایت کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه، چې د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو دا د پانګوالو په مخ کې د شته ستونزو د هواري لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، چې له دې لارې به خپلې ستونزې تر لوړو اداراتو رسوي.

د سوداګرۍ خونې رییس یونس مومند وویل، چې د دې خونې له پرانیستې سره سم به د سوداګرو ترمنځ ښه همغږي هم رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د سوداګرو په مخ کې د شته خنډونو هواري ته  لومړیتوب ورکوي او غوښتنه کوي چې پانګوال دې هم د خلکو اقتصادي ستونزو هواري په موخه پانګونه وکړي.

اوس مهال په لوګر ولایت کې ګڼې تولیدي فابریکې شتون لري خو ځینې یې د ناسمو شرایطو له امله د خپلو فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه