هلمند کې پرلپسې وچکاليو ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د دوی د سروې له مخې تېرو وچکاليو او جګړو په دې ولايت کې ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي دي.

د هلمند د کرنې رياست د نباتاتو او اصلاحي چارو مدیر عبدالمنان امیري وايي، چې د دوی د سروې ډلو موندلې چې ډیری باغونه د تېرو جګړو او درې کلنې وچکالۍ له امله له منځه تللي چې زیات یې د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې دي.

د امیري په خبره، هلمند کې انګورو، انارو او بادامو ښه نتیجه ورکړې خو، اوس مهال بڼوال یوازې د ۳۵ سلنه باغونو څخه حاصلات په لاس راوړي ځکه چې نور باغونه وچ شوي دي.

په همدې حال کې هغه بڼوال چې باغونه یې له منځه تللي وایي، چې دومره وس او توان نه لري چې نیالګي وپیري او خپل باغونه له سره جوړ کړي.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ يو اوسيدونکی حاجي محمد رحيم د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په نوي کال کې د دوی لپاره نيالګي چمتو کړي ترڅو دوی خپل باغونه له سره جوړ کړي.

دغه راز د موسی کلا ولسولۍ يو بڼوال محمدطاهر بیا وايي، چې د دوی په ولسوالۍ کې د تيرو وچکاليو له امله ۸۰ سلنه باغونه وچ شوي چې له امله يې باغ لرونکي له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی د طالبانو د حکومت څخه د کانالونو په ویستلو، نیالګیو ورکولو او نورو برخو کې د مرستو غوښته کوي.

هلمند کې د طالبانو د کرنې رياست د بولان د تحقيقاتي فارم امر فرید احمد ناصري یادې ستونزې مني او وایي، چې بڼوالو سره به لازمې مرستې وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی د دې ولايت په ګرمسېر، ناوې او ګرشک ولسوالیو کې د دولتي باغونو د ترمیم چارې د ورټافیس په نوم د یوې موسېسې په مالي لګښت پېل کړې دي.

هغه وايي.«په نادعلي، ناوې، نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو کې ورټافیس موسېسې هغه کروندګرو سره کار پېل کړی چې باغونه یې له منځه تللي، دوی ته نیالګي او نور اړین وسایل ورکوي.»

روانې وچکالۍ او تېرو جګړو په ټول هیواد کې کروندګر او بڼوال سخت زیانمن کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه