د يو پوليس سرتيري په وژل کېدو يې ټوله کورنۍ بې سرپرسته شوه

خبریال: امېد اشنا

له دوه ورځو راهيسې د پکتیا ولایت ګردېز اړوند په دولتزيو کلي کې د عبدالمالک په کور کې يوازې ساندې د غم وېل کيږي او د خپلې کورنۍ د يوازيني ډوډۍ پيدا کوونکي عبدالمالک د دايمي بيلتون غم ژاړي.

دا په هېواد کې د تکرارېدونکو خورا ناوړه پېښو د لړۍ کړۍ ده چې د يو انسان له امله ګڼ نور د ستونزو ګرداب ته ورټېل وهل کيږي.

عبدالمالک د ملي پوليسو په ليکو کې دنده تر سره کوله، چې وړمه شپه د ګردېز ښار په خوست پُل سيمه کې د وسله والو طالبانو په کمين کې له خپلو درې نورو ملګرو سره ووژل شو.

د هېواد او خلکو ساتنې په لاره کې د قرباني کېدونکو ډېری سرتېرو کورنۍ د دوی له نشت وروسته په ناوړه حالت کې واقع کيږي او ډېری يې آن نورو ته د سوال لاس اوږدولو ته اړ کيږي.

د ګردېز اړوند په دولتزيو کلي کې د وژل شوي پولیس عبدالمالک کور

د عبدالمالک مور يې وايي چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يې تر عبدالمالک مشر زوی، چې د ملي پوځ سرتېری و، په جګړه کې په ماين چاودنه کې وژل شوی دی.

هغه له غم ژړا په ډک زړه وايي چې د عبدالمالک په معاش يې د هغه زوی د مېرمن او يتيمانو په ګډون د نوموړي د خپلې مېرمنې او ماشومانو د ۱۳ کسيزې کورنۍ ګوزاره روانه وه، خو اوس بې اسرې پاتې شول.

د عبدالمالک مور وويل: «دوه مياشتې مخکې مې عبدالواسع شهيد شو، اوس مې عبدالمالک شهيد شو، دربدره شو، اولادونه او ښځې يې تباه شوې. چا ته وژاړو، څنګه خپل غم کرار کړو؟»

د عبدالمالک شاوخوا ۶۵ کلن سپين ږيری پلار، چې د فزيکي کار کولو توان نلري، وايي د زامنو مرګ سخت دردولی دی.

هغه د د ورپاتې کورنۍ پاللو او د خپلو لمسيانو راتلونکي ته اندېښمن دی او په دې برخه کې د مسولو چارواکو د لاسنيوي غوښتنه کوي.

دا سپين ږيری سړی په هېواد کې د امن او سولې هيله لري او له وسله والو طالبانو غواړي چې نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي.

هغه زياته کړه: «الله دې وطن کې سوله راولي، هره ورځ ځوانان شهيدانيږي او کورنۍ تباه کيږي. طالبان دې سوله وکړي او نور دې افغانان نه وژني. دولت دې زموږ پالنه وکړي.»

د عبدالمالک شاوخوا ۶۵ کلن سپين ږيری پلار، چې د فزيکي کار کولو توان نه لري.

غوښتل مو په دې اړه د عبدالمالک له کاکا زامنو سره هم خبرې وکړو، خو هغوی د خفګان او ژړا له امله خبرې نشوای کولی.

يوازې په روانه مياشت کې په پکتيا ولايت کې دا ډول کابو شل پېښې شوې، چې په بريدونو او بمي چاودنو کې ملکي خلک يا نظامي کارکوونکي زخمي کيږي او يا ژوند له لاسه ورکوي.

د يادو کورنيو له ډلې يې ځينې شکايت کوي چې د مياشتيني حقونو او امتيازاتو تر لاسه کولو لپاره د کتابچې جوړولو پروسه هم ځنډنۍ ده او که يې ولري، نو په وخت يې امتيازات نه ورته حواله کيږي.

د يوې بېلګې په ډول که د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې د شهيدان شويو سرتېرو له ډلې د عبدالمالک خټين او خراب کور او خواره ورځ وليدل شي، د يادو کورنيو ناوړه حالت ښه ښودلی شي.

د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د هېواد لپاره د قربان شويو دې ځوانانو کور ډېر پخوانی ښکاري، چې د اوسېدو لپاره پکې چندان اسانتياوې نشته او که يادو ځوانانو له يوې خوا د وطن د ثبات لپاره مبارزه کوله، نو په همدې حال کې يې د خپل کور او ژوند ښه کولو فکر هم درلود، چې د خپل همنوعه لخوا يې دا معصومې هيلې زمول شوې.

د پکتيا ولايت سرپرست امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران اطلاعات روز ته وويل چې د عبدالمالک کورنۍ يې په نظر کې ده او ژر به يوه اندازه مرسته ور سره وکړي.

کامران وايي: «د ملي پوليسو په ليکو کې د شهيد شويو او زخمي شويو سربازانو له کورنيو سره به ژر يوه اندازه مرسته وشي. دا سرتيري او کورنۍ د ډېرې ستاينې او پالنې حقدار دي او موږ تر وسه هڅې کوو.»

که څه هم ځينې وخت د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو لخوا د شهيد يا ټپي شويو سرتېرو له کورنيو سره نغدي يا د خوراکي توکو مرستې کیږي، خو دا مرستې د يادو کورنيو يوازې د لنډمهال اړتياوې پوره کولی شي.

دوی پر خپلو کوچنيانو د شاقه کار کولو پر ځای هغوی ته د زده کړو برابرولو او په دايمي ډول د يادو کورنيو اقتصادي اړتياوو پوره کېدل غواړي.

په هېواد کې د روانې جګړې له امله هره ورځ د کونډو، يتيمانو او بې سرپرسته کورنيو شمېر زياتيږي، چې د ډېرې اندېښنې وړ مسله ياديږي.

که څه هم افغانانو خلکو له وسله والو طالبانو ډېر ځله د اوربند او سولې غوښتنه کړې، خو يادې ډلې يوازې له بهرنيو ځواکونو سره د جګړې نه کولو تړون کړی او پر افغانانو يې بريدونو ته دوام ورکړی دی.

د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وژل شويو سرتېرو د کورنيو ناوړه حالت بل ننګوونکی حالت دی چې د يادو کسانو له وژل کېدو وروسته ورته اسانتيا نه برابريږي، خپل امتيازات په سم ډول نه ورکول کيږي او هغوی نورو ته اړ کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه