اطلاعات روز: بلخ ولايت کې سرچينې وايي، چې وسله والو کسانو د دې ولايت د ولايتي شورا پخوانی غړی بشير احمد عزيز الله له خپله کوره له ځان سره بیولی دی.
د سرچينو په وينا، پرون (شنبه، ۲۲ د سلواغې) سهار شپږ وسله وال کسان د عزيز الله کور ته ننوتل او دی يې له خپل ځان سره نامعلوم ځای ته انتقال کړی دی.
بشير احمد عزيز الله عطا محمد نور ته نږدې جهادي څېره ده او د دې ولايت په ولايتي شورا کې يې دوې دورې د خلکو استازيتوب کړی.
تر اوسه روښانه نه ده چې نوموړی د چا له خوا اختطاف شوی، خو يو شمير سرچينې وايي، چې د بلخ د ولايتي شورا دا پخوانی غړی د طالبانو له خوا نيول شوی دی.
په بلخ کې د طالبانو امنيتي مسوولين او د عزيز الله خپلوان په دې اړه څه نه وايي.
که څه هم طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې، خو لا هم د دې ډلې له لوري د تېر حکومت د امنيتي ځواکونو او چارواکو نيونې، وژنې او شکنجه کول دوام لري.
