سرپل ولايت کې له «غلو» سره د طالبانو نښته يو وژل شوی، درې ټپیان دي

اطلاعات روز: په سرپل ولايت کې د طالبانو امنيې قومندانۍ وايي، چې د دې ډلې ځواکونه له وسله والو غلو سره نښته کړې چې په ترڅ کې یې يو غل وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

په سرپل کې د طالبانو د پوليسو وياند دين محمد نظري وايي، چې دا نښته پرون (شنبه، ۲۲ د سلواغې) د سرپل په شهرنو کې شوې ده.

د ده په وينا، طالب ځواکونه له هغو شپږو غلو سره ونښتل چې يوه کور ته ننوتلي و.

نظري وویل، چې په دې نښته کې يو غل وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. د نظري په وينا، له غلو څخه يو نفرنيول شوی او دوه نور تښتېدلي دي.

په دې نښته کې طالبانو يو کلاشينکوف هم نيولی دی.

يوه اونۍ وړاندې هم د طالبانو امنيتي چارواکو اعلان کړی و، چې د دې ډلې ځواکونه له غلو سره نښته کړې چې له امله یې يو غل وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والې غلاوې د هيواد په يو شمير ښارونو کې جدي امنيتي ننګونه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه