اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ساینس برخه کې د فعالو ښځو او نجونو په نړیواله ورځ ویلي، چې په علم کې د ښځو او نجونو زیاته ونډه د ټولو لپاره له ښه راتلونکې سره برابره ده.
نموړي نن (شنبه، ۲۲ د سلواغې) په یوه ټویټ کې لیکلي: «موږ باید په علم کې جنسیتي برابري د ښځو د حقونو په تایید او د کلیشو په ماتولو سره ترویج کړو.»
ګوتریش په درسي ټولګیو او ازموینځایونو کې د ښځینه زده کوونکو د پراخ حضور غوښتنه کړې.
نن (شنبه،۲۲ د سلواغې /۱۱ د فبروری) ساینس برخه کې د فعالو ښځو او نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ داسې مهال کې لمانځل کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلې دي.
همدا راز د طالبانو حکومت د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی. دا ډله وايي چې د ښځو او نجونو پر خلاف بندیزونه دایمي نه دی، خو دا بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي.
