هلمنديان د لیني موټرو له لوړو کرایو سر ټکوي

اطلاعات روز: د هلمند اوسیدونکي شکایت کوي چې کندهار ولایت ته تلونکي لیني موټر له دوی څخه د پخوا په پرتله دوه برابره لوړه کرایه اخلي.

خلک وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله د لوړې کرايې ورکولو وس نه لري او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دغه کرایې دې د تېر په پرتله ټیټې کړي.

د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمدګل وایي، چې په تيرو وختونو کې د هلمند څخه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ پورې فلډر موټر د سړي سر ۱۰۰۰ کالدارې کرایه اخيسته خو، اوس یاده کرایه ۲۰۰۰ کالدارو ته پورته شوې.

نوموړی په هلمند ولايت کې د طالبانو د ترانسپورټ له مسوولينو غوښتنه کوي چې په دې ولايت کې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو کرايې ټيټې کړي.

د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکی محمدولي چې غواړي کندهار ولايت ته سفر وکړي وايي، چې که څه هم اوس مهال د تيلو قيمتونه ټيټ شوي خو، موټر چلونکي لاهم له دوی څخه لوړه کرايه اخلي.

نوموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خلکو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.

خو موټر چلوونکي بیا د طالبانو لوړ ترانسپورټ او د تیلو لوړې بیې هغه څه یادوي چې له امله یې دوی کرایې لوړې کړې دي.

عبد المنان چې د هلمند-کندهار پر لین یو کرولا موټر چلوي وایي، د مسافرو د لیږد لپاره څلور یا پنځه  شپې انتظار او د  تیلو اوسني جګ بازارونه هغه څه دي چې د دوی مصارف زیات او ګټه وټه يې لږ ده.

دی زیاتوي: «کرایي ځکه لوړې دي چې ترانسپورټ لوړ شوی، مخکې یو لیټر تيل په ۴۰ یا ۳۵ افغانۍ وو اوس یو لیټر په ۷۲ افغانۍ دي او د موټرو پرزه جات هم ګران دي.»

د فرید احمد اغا په نوم یو بل موټر چلوونکی بیا دلارې خرابوالی، د موټرونو زیات عوارض، او د پرزه جاتو لوړ قیمتونه د لوړې کرایې عمده لاملونه بولي.

ورته مهال هلمند کې د طالبانو د ترانسپورټ رياست چارواکي هم د خلکو ستونزې پر ځاي بولي او زياتوي چې د ستونزو د حل لپاره هره مياشت موټر چلوونکو ته نوې لايحې ورکوي.

په دي ولايت کې د طالبانو د ترانسپورټ رياست ريیس مدثر وايي، چې په هرو څلورو میاشتو کې د وزارت لخوا د ټولو لیني موټرو  لپاره د تیلو او پرزه جاتو قیمتونو ته په کتو د کراییو نوې لایحه  جوړیږي چې وروسته يې موږ د عملي کولو چارې په غاړه لرو.

د هغه په وینا، هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې کرایې ټيټې او خلکو ته د سفر پرمهال اسانتياوې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې موټر چلوونکي شکایت کوي چې طالبان ورڅخه په لویو لارو کې د ترانسپورټ په نوم پیسې اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه