اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې د مرکز جلال اباد ښار له مختلفو سیمو څخه یې ۲۰۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې روغتون ته یې واستول.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست لپاره د طالبانو وياند نقيب الله رحيمي وایي، د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په مشرۍ د طالبانو د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په همکارۍ دغه ولايت کې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې کمپاين نن (پنج شنبه۲۰ د سلواغې) پيل شو.
نوموړی زیاتوي، د کمپاين په لومړۍ ورځ د جلال اباد ښار له بېلابېلو ناحیو څخه ۲۰۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه د ننګرهار معتادینو ۱۷۰ بستریز روغتون ته انتقال شول.
هغه زياتوي، ياد کسان به په نوموړي روغتون کې د ۴۰ ورځنۍ درملنې او مشورې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي او تر یوه کاله به د یاد روغتون د ټولنیزو کارکوونکو له لوري تعقیبږي چې بیا په نشو روږدي نشي.
دی وايي، دغه راز په یاده موده کې به معتادینو ته درمل، خوراکي توکي او نور اړین مواد وړیا ورکول کیږي او په معیاري بستر خونو کې به یې درملنه کیږي.
د طالبانو د حکومت د پرېکړې له مخې په ټول هيواد کې د روږدو کسانو د درملنې او راټولولو هڅې پيل شوي چې تر دې وړاندې کابل کې د پول سوخته په نوم د روږدو کسانو يو مهم مرکز ختم او زرګونه روږدي کسان يې د درملنې لپاره وړل شوي دي.
