اطلاعات روز: د «افغانستان» خصوصي پوهنتون وايي، چې د محصلينو له خوا د زده کړو تر پرېښودل کېدو او د نجونو پر زده کړو تر بنديز وروسته دا پوهنتون له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له همدې کبله پلور ته وړاندې شوی، که ونه پلورل شي، خپلې چارې ځنډوي.
دا پوهنتون به د ۱۴۰۲ لمريز کال د پسرلني سمسټر له پېل څخه نور فعاليت ونه کړي.
«افغانستان» پوهنتون د لیسانس او ماسټرۍ کچې له محصلينو غوښتي چې د روان لمريز کال تر پايه دې خپل پايليکونه دفاع کړي ځکه تر دې وروسته به يې تحصيلي اسناد د لوړو زده کړو وزارت له خوا تاييد نشي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان پوهنتون موسس پلاوي د پوهنتون د پلور پرېکړه کړې او که ونه پلورل شي چارې ځنډوي. له همدې کبله د ۱۴۰۲ کال د پسرلني سمسټر له پېله به فعاليت ونه لري.»
د افغانستان پوهنتونونه د طالبانو تر حاکميت وروسته له رکود سره مخ شوي دي. د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو وروستۍ پرېکړې وضعيت نور هم خراب کړی دی.
